د داخلي تفرقې ډېروالی د صهیونیستي رژیم د کمزورتیا نښه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i132044-د_داخلي_تفرقې_ډېروالی_د_صهیونیستي_رژیم_د_کمزورتیا_نښه_ده
په لبنان کې د حزب الله عمومي منشي سید حسن نصرالله وویل: په صهیونیستي رژیم کې د داخلي اختلافونو او تفرقې ډېرېدل د نیواکګر رژیم د کمزورتیا نښه ده.
(last modified 2023-04-28T20:50:27+00:00 )
Apr 29, 2023 01:17 Asia/Kabul
  • د داخلي تفرقې ډېروالی د صهیونیستي رژیم د کمزورتیا نښه ده

په لبنان کې د حزب الله عمومي منشي سید حسن نصرالله وویل: په صهیونیستي رژیم کې د داخلي اختلافونو او تفرقې ډېرېدل د نیواکګر رژیم د کمزورتیا نښه ده.

د ایرنا د خبر له مخې، سید حسن نصرالله د جمعې په ماښام د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې چې د اشغال شوي فلسطین د پیښو په ګډون د وروستیو سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په اړه یې خبرې وکړې، وویل: نن ورځ د دښمنانو له فشار سره سره، مقاومت په لبنان او فلسطین کې په تر ټولو ښه او پیاوړي حالت کې او صهیونیستي رژیم په وروستیو کلونو کې په خپل ترټولو بد او کمزوري حالت کې دی.

هغه په ​​سیمه کې د ثبات او امنیت په رامنځته کولو کې د ایران د ستر لارښود او د حکومت او خلکو د هلوځلو په قدردانۍ سره وویل: په رامنځته شویو  بدلونونو سره، د سیمې د خلکو لپاره روښانه او بریالۍ راتلونکی په تمه دی.