امنیت شورا هیڅکله د سولې غوښتونکي نه ده
(last modified Sun, 30 Apr 2023 23:12:19 GMT )
May 01, 2023 03:42 Asia/Kabul
  •  امنیت شورا هیڅکله د سولې غوښتونکي نه ده

د یمن رسمي خبري اژانس سانا راپور ورکړ د یمن د بشري حقوقو وزارت وویل د ملګروملتونو امنیت شورا هیڅ وخت بې طرفه مینځګړي او د سولې غوښتونکي نه وه او نه ده.

د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د بشري حقوقو وزارت پرون په یوې بیانیې کښې وویل د ملګروملتونو امنیت شورا په یمن باندې د کلونو کلونو تیریو په وخت د نفاق تر ټولو ناوړه روده وکاروله او د تیریګرو هیوادونو جنایتونه او تیري یې توجیه کړل.

د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د بشري حقوقو د وزارت په بیانیې کښې ویل شوي دي د ملګروملتونو امنیت شورا ثابته کړي ده چې د نړیوالې سولې او د امنیت د دفاع په لړ کښې د هر ډول فیصلې له ترسره کولو عاجزه ده او یوازې د امریکا او د انګلستان د هدفونو د تحقق لپاره یو اوزار ده.

د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د بشري حقوقو وزارت وویل د ملګروملتونو امنیت شورا په یمن کښې  مثبت رول نه دی لوبولی او تل د یمن د خلکو ترمینځ د نفرت او د دښمنۍ د زیاتولو لپاره یو ټریبون و او دی او په یمن باندې تیري کښې د امریکا او د بریتانیا په شان د امنیت شورا د ځینو غړیو مشارکت هم د دغه شورا د رول تر ټولو ښه دلیل دی.