سولې ته له یمن زیات عربستان او امارات اړتیا لري
دا په داسې حال کې دي چې د ایران او عربستان ترمینځ د روغې جوړې په موافقې پسې زیاتره عرب هیوادونه هم په خود کې شوي دي ،څو پخپلو کې سره اختلافات ختم کړي او د روغې جوړې او دغه راز سوله ایزو خبرواترو ته مخه کړي او خپل مینځي اختلافات پخپلو کې سره حل کړي.
د یمن دملی نجات حکومت لومړی وزیر په یولړ څرګندونو کې ووئيل، یمن د هغې سولې په درشل کې دی چې له صنعا زیات ورته عربستان او متحده عربی امارات اړتیا لري، خو اربابان ئې نه پریږدي.
المیادین خبری چینل راپور ورکړ ، د یمن دملی نجات حکومت لومړي وزیر عبدالعزیز بن حبتور په یولړڅرګندونو کې روښانه کړه،صنعا هیڅکله هم نه د سولې او نه هم دجنګ وضعیّت نه مني او تیریګر باید په دې موضوع او پر پایلو ئې ښه غوږونه خلاص کړي.
بن حبتور زیاته کړې، یمن د هغې سولې په درشل کې چې دی چې سعودي عربستان او متحده عربی امارات ورته له یمن څخه لازیاته اړتیا لري.
د یمن د ملی نجات حکومت لومړی وزیر په عدن ښار کې دمشورتي لیدنې په باب هم ووئيل، دا کومه آئيډیا نشي کیدلی چې بیلتون غوښته دبحران حل لاره شي،ځکه چې د یمن لپاره به د لویو مشکلاتو او چیلنجونو یوه ټولګه رامینځةکړي.
داسې ښکاري د عربستان له متحده عربی اماراتو سره اختلاف د بهرنیو پانګونو د جذبولولپاره ددواړو هیوادونو د سیالۍ، د تیلو په نړیوالو بازارونو کې د نفوذ د زیاتیدا او همداراز د یمن د جنګ دحرکت دلارې په سر دي.