د ترکیې د ولسمشرۍ انتخاباتو دوهمې مرحلې ته غزیدا
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i132926-د_ترکیې_د_ولسمشرۍ_انتخاباتو_دوهمې_مرحلې_ته_غزیدا
 د خپلواکه سیاسی ټولنو په اساس  دترکیې د ولسمشرۍ  انتخابات دوهمې مرحلې ته غزیدلي دي او  د عدالت او پراختیا واکمن ګون او د جمهور ائيتلاف  دترکیې د ولسمشرۍ  د انتخاباتو زیاتره راي ګټلي دي،خو ټاکل شوي حد ته  نه دي رسیدلي په همدې خاطر دغه انتخابات دوهمې مرحلې ته  غزیدیلي دي.
(last modified 2023-05-15T19:42:02+00:00 )
May 15, 2023 10:50 Asia/Kabul
  • د ترکیې د ولسمشرۍ انتخاباتو دوهمې مرحلې ته غزیدا

 د خپلواکه سیاسی ټولنو په اساس  دترکیې د ولسمشرۍ  انتخابات دوهمې مرحلې ته غزیدلي دي او  د عدالت او پراختیا واکمن ګون او د جمهور ائيتلاف  دترکیې د ولسمشرۍ  د انتخاباتو زیاتره راي ګټلي دي،خو ټاکل شوي حد ته  نه دي رسیدلي په همدې خاطر دغه انتخابات دوهمې مرحلې ته  غزیدیلي دي.

د ترکیې د انتخاباتو لوړې شورا  په یوې اعلامیې کې ووئيل،  د ترکیې د  مئ دڅوارلسمې نیټې د ولسمشرۍ  او پارلیماني  انتخاباتو په  بهیر کې   کابو اته اتیا اعشاریه اته څلویښت فیصدي  خلکو  په ګډون سره  دترکیې د انتخاباتو په تاریخ کې  د ګډون دترټولو لوړې  اندازې ریکارډ ثبت کړی دی. د اعلان شووو احصایو په اساس،  د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ترکیې  له دولس فیصدو هم  کمو خلکو  ګډون نه دی کړی.  دترکیې د ډیموکراسۍ په سل کلن تاریخ کې  یوازې  دوه ځله  ګډون اندازه  له اویا فیصدو کمه  وه او  څلور شپیتو فیصدو ته  رسیدلې ده . په ترکیې کې د انتخاباتو  د قوانینو په اساس،   هرښاریز یوازې په یوه مخکې ټاکل شوي  ځاي کې  خپله رایه ورکولی شي او همداراز  حکومت حق لري ،  دهغو ښاریزو راي  چې ئې نه  ورکوي،نو نغده جرمانه ترې واخلي،البته  دغه قانون عملا  اجرائي شوی نه دی  او  د راي د  نه ورکولو په علت څوک جرمانه شوي نه دي.

دترکیې د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجې ددې حقیقت ښودنه کوي چې  په وروستیو کلونو کې د رجب طیب اردوغان  د  رایو اندازه  تل کمه شوې ده . د مثال په توګه، د ترکیې د ولسمشرۍ  د انتخاباتو دتیر پړاؤ  د نتیجو په اساس  رجب طیب اردوغان توانیدلی ؤ  د ۵۲فیصدو رایو په ترلاسه کولوسره  دترکیې  د ولمسشرۍ پر ګدئ کيښني ، خو  د روان کال دم ئ په څوارلسمه نیټه  د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ئې  له پنځوسو فیصدو  کمې راي ګټلی دي ، او نه دی توانیدلی  په لومړۍ مرحلې کې  دخپل بریالیتوب جشن ولمانځي .  ددغې چارې دلیل  په بشپړ ډول روښانه دی .په اقتصادي ډګرونو کې  دناسمو  سیاستونو اجرا او د انفلیّشن  د اندازې په زیاتیدا او  دملی کرنسۍ د ارزښت په کمیدا سره  او دغه راز په بهرني سیاست کې د بیابیا تیروتنو سره     د ترکیه والو د ژوند ترینګلتیاوې  او دغه راز  د ګاونډیو هیوادونو په وړاندې دیرغلیز سیاست او پوځي  عملیاتو سیاست ، ټوله هغه مشکلات  او ترینګلتیاوې دي چې   په روانو انتخاباتو کئې ئې  د رجب طیب اردوغان   راي کمې کړي دي.

څرګنده ده  چې د ترکیې د ولسمشرۍ دانتخاباتو په دوهمې مرحلې کې  چې ټاکل شوې ده ، د روانې مئ میاشتې په اته ویشتمه نیټه په درست هیواد کې بیا ترسره شي،  دترکیې  اوسني ولسمشر به له کمال قلیچدار اوغلو سره  سخته سیالي  ولري.   څرګنده ده  چې په دوهمې مرحلې کې  که   دترکیې د ولسمشرۍ  دانتخاباتو کاندیدان  ونه توانیږي ، د هغو کسانو د رایو څخه په هره اندازه چې  په انتخاباتو کې ئې ګډون  نه وي کړی،  درایو مرکزونو ته  بوتلل شي، نو  له همدااوسه ځان   دترکیې  ورپسې ولسمشر ګڼلی شي.

Image Caption

 

هغه څه چې مسلم  دي ،  د ولسمشرۍ د انتخاباتو  دریم کاندید اغیزشیندونکی  او ډير مهم رول لوبوي. د انتخاباتو دریم کاندید، یعني سینان اوغان ، چې  د ولسمشرۍ  دانتخاباتو له رایو ئې څه دپاسه پنځه فیصدي راي  ترلاسه کړي دي، له هر یوه بریالي کاندید سره  دموافقې په بڼه کې خپلې راي  کاندید ته سپارلی شي. په حقیقت کې رجب طیب اردوغان او کمال  قلیچدار  اوغلو  په داسې شرایطو کې  دي چې  دسینان اوغان  مرستې ته ډيره زیاته اړتیا لري. په بله معنا، د سنان اوغان راي  دوهمې مرحلې ته د لاره موندونکو  دوو کاندیدانو لپاره ډير ټاکونکی دی او دترکیې ورپسې ولسمشر  مشخص کولی شي.

 د ترکیې د ولسمشرۍ  دانتخاباتو په یوې کلي جمع بندۍ کې باید ووئیل شي،، هغه څه چې  دترکیې ولس  دانتخاباتي کاندیدانو  ورآخوا ته ګروهمن کوي، دترکیې د اقتصادي حالاتو د ښه کیدا ژمنې  دي چې په تیرو څو کلونو کې  د رجب طیب اردوغان اقتصادي ټیم نه دی توانیدلی  دترکیې دننه  بحران ځپلی ګډوډ اقتصادي   وضعیّت  ښه کړي. په حقیقت کې  رجب طیب اردوغان  په دې زمینې کې خپل فرصتونه له لاسه ورکړي . داپه داسې حال کې دي چې د علی باباجان په څير  اغیزشیندونکي کسان چې  د ترکیې اقتصاد ئې د  عدالت  او پراختیا  د ګوند  د واکوالئ په لومړنۍ لسیزې کې  برابر او ځلولی ؤ، اوس د کمال قلیچدار اوغلو په اقتصادي ټیم کې  رول لوبوي .

دبهرني سیاست په ډګر کې   د احمد داؤد اوغلو په څير کسان  هم چې  له دې مخکې د رجب طیب اردوغان  دحکومت  دخارجه وزیر په توګه ئې فعالیت کړی ، اوس  د کمال  قلیچدار  اوغلو  له ټيم سره یو ځای شوی دی . به دې توګه  اټکل کیدلی شی چې   په  عادي او طبیعي وضعیّت کې قلیچدار اوغلو   په دوهمې مرحلې کې  دبریالیتوب لپاره لازیات چانس څخه برخمن دی. په تیره بیا  دا چې ژمنه ئې  کړې ده ، دترکیې بهرنی سیاست  له یرغلیز حالته وباسي.