په ترکیه کې د بیکارۍ کچې لوړیدل
د ترکیې مرکزي بانک اعلان وکړ چې په دغه هیواد کې د بې کارۍ کچه د روان کال د پیل په پرتله په سلو کې لس اعشاریه دوه فیصده لوړه شوې ده
د ترکیې مرکزي بانک اعلان وکړ چې په دغه هیواد کې د بې کارۍ کچه د روان کال د پیل په پرتله په سلو کې لس اعشاریه دوه فیصده لوړه شوې ده
د ایران د خبر له مخې په ترکیه هېواد کې د بیکارۍ کچې په وروستۍ شمېره کې ۷۴ زره تنه زیاتوالی راغلی او په دغه هېواد کې په روان کال کې د بې کاره کسانو شمېر درې میلیونه ۵۸۵ زرو ته ورسید.
د دغه را پور له مخې د مګړۍ په یاد هېواد کې ۸.۱ سلنه نارینه او ۱۴.۳ سلنه نجونې چې عمرونه یې د ۱۵ کالونو څخه لوړ دي دي بیکاره دي او په عمومي ډول په یاد هېواد کې د بیکارۍ کچه ۱۹.۱ سلنه ته لوړه شوې ده.
د یو بل خبر له مخې د ترکیې مرکزي بانک اعلان کړی چې د دغه هېواد اوسني حساب کې ۵.۴ میلیارده ډالر کسر راغلی، خو یاد بانک په ترکیه کې په وروستي کال کې د ۷۸۴ میلیونه ډالرو خالصې بهرنۍ پانګې خبر ورکړی.
دغه بانک ویلي چې سږ کال به له دغه هېواد څخه بهر ته د پانګې ایستلو په مخنیوي سره خپله پانګه یو میلیار ۲۰۴ میلیونه ډالرو ته لوړه کړي.
د ترکیې د مرکزي بانک د راپور له مخې له بهرنیو مالي چارواکو سره د کورنیو بانکونو اغېزمنې شتمنۍ او زیرمو کې هم سږ کال اوه میلیونه ډالره کمی راغلی.