د اسرائیلو کنټرول له لاسه وتلی او امنیت نشته
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i135776-د_اسرائیلو_کنټرول_له_لاسه_وتلی_او_امنیت_نشته
فارس خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم د جنګ پخواني وزیر اویګدور لیبرمین وویل د حالاتو کنټرولول د اسرائیلو د کابینې له لاسه وتلي او اوس هیڅ امنیت نشته.
(last modified 2023-07-16T07:09:48+00:00 )
Jul 16, 2023 11:28 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو کنټرول له لاسه وتلی او امنیت نشته

فارس خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم د جنګ پخواني وزیر اویګدور لیبرمین وویل د حالاتو کنټرولول د اسرائیلو د کابینې له لاسه وتلي او اوس هیڅ امنیت نشته.

صهیونیسټي رسنیو نن سهار وویل چې یوه فلسطیني د لویدیځې غاړې په جنوب کښې په یفوع پلټنې پوستې باندې ډزې وکړې چې له کبله یې درې ښارګي میشته کسان ژوبل شول چې یو پکښې مرګي حاله دی.

د اسرائیلو د بیتنو سیاسي ګوند مشر او د جنګ پخواني وزیر اویګډور لیبرمین نن د لویدیځې غاړې په جنګ کښې د فلسطین د ښاریز ډزو ته په غبرګون کښې وویل د فلسطین د مقاومت ډلو عملیات یوازې د لویدیځې غاړې په جنین ښار کښې نه کیږی بلکې په ټولې لویدیځې غاړې کښې د مقاومت ډلو د حملو کتونکي یوو.

هغه وویل په اسرائیلو کښې نه کومه واکمنۍ شته او نه کوم امنیت او د اسرائیلو کابینې خپل کنټرول او د دفاع کولو قدرت له لاسه ورکړی دی