د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان عراق ته ورځي
الفرات نیوز راپور ورکړ د عراق سرچینو وویل د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به زر عراق ته ورشي او د دغه سفر اصلي چورلیز به د ابو سرچینو ته په اړونده مسائیلو باندې غور وي.
د عراق د اوبو د سرچینو وزارت ویاند خالد شمال پرون وویل د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به زر عراق ته راشي او د هغه د کتنې اصلي چورلیز به د اوبو سرچینو ته د اړونده مسائیلو په دوسیې باندې غور وي.
خالد شمال وویل د عراق د اوبو سرچینو وزارت ترکیې ته د فني پلاوي په استولو سره د انقرې له چارواکو سره دغه دوسیې ته په اړونده بدلونونو باندې بحث او غور وکړ.
د عراق د اوبو د سرچینو وزارت ویاند خالد شمال وویل لومړي وزیر محمد شباع السوډاني له ایران او ترکیې سره د عراق ترمینځ د اوبو د سرچینو په دوسیه کښې موجوده ځوړتیا له مینځه یوړه او دغه دوسیه یې له یوې ډيپلوماټیکې دوسیې څخه په یوې حاکمیتي دوسیې بدله کړه کوم چې په شخصي ډول سوډاني تعقیبوي.