په بغداد کې عراقیانو د سویډ سفارت ته اور واچوۀ
د عراق د روحاني مبارز سید مقتدا صدر په سلګونو پلویانو پرون په بغداد کې په مظاهرې جوړولو سره د سویډ سفارت ته وارد شول او په هماغو شیبو کې ئې ورته اور واچوه او تور لوګي ئې ترې پورته کړل.
د عراق په بغداد کې د سید مقتدا صدر په سلګونو پلویانوپه سویډ کې دقران کریم له سپکاویو د دغه هیواد حکومت د پلویتوب په ضد په مظاهرې جوړولو سره د سویډد سفارت په لور په قهرجن انداز سره لاړل او په هماغو لومړنیو شیبو کې ئې د سویډ سفارت ته اور واچوه او لوخړې ئې تر ې پورته کړې.
الجزیره ټيلوییژني چینل راپور ورکړ، د عراق د روحاني مبارز سید مقتدا صدر په سلګونو پلویانو پرون په بغداد کې په مظاهرې جوړولو سره د سویډ سفارت ته وارد شول او په هماغو شیبو کې ئې ورته اور واچوه او تور لوګي ئې ترې پورته کړل.
په راپور کې وئيل شوي دي ، مظاهره چیانو د سویډ دحکومت په ضد شعارونه ورکول او د قرآن کریم د سپکاویو په پلویتوب کې ئې د سویډ دحکومت سپير اقدام په کلکه محکوم کړ.
دعراق د خارجه وزارت ویندوي احمد الصحاف په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د عراق خارجه وزیر فواد حسین د سویډ له مرستیال لومړی وزیر او خارجه وزیر توبیّس بیلسټروم سره په ټيلیفوني تماس کې په سویډ کې د قرآن د سپکاویو د بیرته تکراریدا د ګواښ د مخنیوي په اړه خبرداری ورکړ.هغه ددغو دریځونو په خطرناک بللو سره د سویډ له حکومته وغوښتل ددغه ډول سپکو اقداماتو دتکراریدا مخه دې ونیسي او دالهي کتابونو له سپکاوي کونکو سره دې جدي چلند وکړي.
په وروستیو کلونو کې په ځينو اروپائي هیوادونو په تیره بیا سکانډيناوي حوزې کې د مسلمانانو دمقدساتو سپکاوي شوي دي او حکومتي اورګانونو هم ورڅخه ملاتړ کړی دی چې ډيره د افسوس خبره ده .