د اسرائیلو ښاریزو د لومړي وزیر پرضد مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i136074
فارس خبري اژانس راپور راکړی د نیواکي فلسطین وسیدونکو پرون د پرله پسې نهویشتمې اونۍ لپاره د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د هغه د قضايي اصلاحاتو د پلان پرضد مظاهرې وکړې.
(last modified 2023-07-23T01:44:30+00:00 )
Jul 23, 2023 06:03 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو ښاریزو د لومړي وزیر پرضد مظاهرې وکړې

فارس خبري اژانس راپور راکړی د نیواکي فلسطین وسیدونکو پرون د پرله پسې نهویشتمې اونۍ لپاره د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د هغه د قضايي اصلاحاتو د پلان پرضد مظاهرې وکړې.

د اسرائیلو کابو پینځه اتیا زرو خلکو په نیواکي قدس کښې د پارلمان مخ ته او یولک کسانو بیا په تل اوویو کښې د اسرائیلو رژیم د  لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د قضايي بدلونونو پرضد مظاهرې وکړې.

دا په داسې حال کښې دي چې ځینو خبري سرچینو په تل اوویو کښې د مظاهره چیانو شمیر څه د پاسه دوه نیم لکه خلک بللی.

په حیفا ښار کښې هم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پرضد پراخې مظاهرې وشوې او پکښې په زرګونو خلکو د هغه د قضايي بدلونونو د پلان پرضد شعارونه ورکړل.

د صهیونیسټ رژیم رسنیو دغه راز د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د قضايي بدلونونو د پلان پرضد له اعتراضونو سره د جاسوسۍ ادارې موساد د پخواني مشر او د پوځ د پخواني مشر او پوځ د سلو جنرالانو د یوځاې کیدا خبر ورکړ.