کربلا کښې اور لګیدلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i136332-کربلا_کښې_اور_لګیدلی_دی
خبري رسنیو د امام حسین علیه السلام حرم ته نزدې په څو دکانونو کښې د اور لګیدو خبر ورکړی.
(last modified 2023-07-28T23:37:19+00:00 )
Jul 29, 2023 04:04 Asia/Kabul
  • کربلا کښې اور لګیدلی دی

خبري رسنیو د امام حسین علیه السلام حرم ته نزدې په څو دکانونو کښې د اور لګیدو خبر ورکړی.

د ایرنا د خبر له مخې، عراقي رسنیو وویل، په کربلا ښار کښې د امام حسین علیه السلام له حرم سره نزدې په امام علي نومې سړک باندې د ټوکرو څو دکانونو او ګودامونو اور اخستی دی.

د عراق د کورنیو چارو وزیر"عبدالامیر الشمری" هم د پيښې ځاې ته په ورتګ سره، د اور د کنټرولولو لپاره ضروري حکمونه صادر کړل.

په رپورټ کښې راغلي چې د کربلا ښار اور وژونکي او مرستندویه ځواکونه د اور د وژلو کوشش کوي.

ځینو رسنیو د دې پيښې د مرګ ژوبلې شمیرې هم خپرې کړې دي خو رسمي ارګانونو نه دي تایید کړې.