د صنعا حکومت تیریګرو ته ترټولو وروستی فرصت ورکوي
د یمن دملی نجات حکومت لومړي وزیر تیریګرو ته په خبرداری ورکولو سره ټينګار وکړ، اوسنی وخت ددغه هیواد بحران دحل په لار کې د ګام پورته کولو لپاره د تیریګر ائيتلاف لپاره ترټولو روستی فرصت دی .
المسیره ټيلیویژني چینل راپور ورکړ، د یمن دملی نجات حکومت لومړي وزیر عبدالعزیز بن جتور دې ته په اشارې سره چې تیریګر هیوادونه په دې اند دي چې د حقوقو د ورکولو په دوسیې کې دیمن پر ولس دبآؤ اچولی شي، روښانه کړه، د صنعا حکومت د خپل ملت په په پوهیدا او خبریدا اعتماد لري اوتیریګرو ته د مناسب ځواب په ارزونې بوخت دي.
بن جتور ووئيل،د هغه څه په لړ کې چې د یمن د انقلاب رهبر عبدالمالک بدرالدین الحوثي مطرح کړي ،تیریګرو هیوادونو ته ترټولو وروستی فرصت و رکوو.
د یمن دنجات حکومت لومړي وزیر زیاته کړې ده ،دتیلو او ګیسو عایداتو د تیرو حکومتونو دبودجې ۷۶فیصدي برخه جوړوله او باقي پنځلس فیصدي برخه مالیات او ګمرکاتو له لارې او دغه راز نوره برخه هم د مرستو اوپورونو له لارې تامینیدله ، پر دې اساس اوس دیمن د عایداتو درستې سرچینې د تیریګرو په لاس کې دي.
بن جتور د یمن د جنګ دختمولو لپاره دعمان مینځکړیتوب هڅو ته په اشارې سره ووئیل،دعمان مینځګړیتوب له ټولو لورو سره صادقانه دی،خو دغه صداقت او اغیزې ئې محدودې دي ا و تیریګر هیوادونه باید له جنګیدا ډډه وکړي.
دیمن هیواد په داسې حال کې د جنګ نهم کال تیروي ، چې نړیوال راپورونه د جنګ او د یمن د کلابندۍ ددوام په نتیجې کې ددغه هیواد کابو دوویشت میلیون خلک فوري انساني مرستو ته اړین ګڼي. د ملګروملتو د راپور په اساس یمن په نړۍ کې په ترټولو بد انساني بحران بدل شوی دی.