د اسرائیلو پوځ ډير ناکارندوالی لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i138836-د_اسرائیلو_پوځ_ډير_ناکارندوالی_لري
المیادین ټیلي ويژن راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم د جنګ پخواني وزیر شائول موفاز د اسرائیلو د کابینې په سیاستونو او د دغه رژیم د پوځ په ناکارندوالي نیوکه وکړه.
(last modified 2023-09-21T04:01:57+00:00 )
Sep 21, 2023 08:20 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو پوځ ډير ناکارندوالی لري

المیادین ټیلي ويژن راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم د جنګ پخواني وزیر شائول موفاز د اسرائیلو د کابینې په سیاستونو او د دغه رژیم د پوځ په ناکارندوالي نیوکه وکړه.

د صهیونیسټ رژیم رسنیو مخکې راپور ورکړی و په دغه رژیم کښې د قضايي بدلونونو پرضد د اعتراضونو په بهیر کښې د جنګي الوتکو د دوه سوه شپيتو(۲۶۲)  پایلوټانو په شمول د هوايي ځواک اته سوه دیرشو زیرمه ځواکونو له کار کولو څخه خپله نافرمانۍ او انکار اعلان کړی دی.

د صهیونیسټ رژيم د جنګ پخواني وزیر شائول مولاز وویل د اسرائیلو د اوسنۍ کابینې او د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د قضايي قوې د سیاستونو پرضد د پوځ دننه اعتراضونه د پوځ د ناکارندوالي سبب شوي دي.

هغه وویل د کامل هوايي ځواک له لرلو پرته اسرائیل نشي کولای په جنګ کښې بریالی شي او هغه د دښمن خاورې ته د جنګ د انتقالولو لپاره کافي قدرت نلري.

شائول موفاز ټینګار وکړ د قضايي بدلونونو لپاره د نتانیاهو ټینګار د اسرائیلو دننه د اختلاف سبب شوی او  اوسني  حکومت د پوځ کارندوالي ته تاوان رسولی دی.