صهیونیسټي رژیم یو ځل بیا پر فلسطین هوایي بریدونه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i139040-صهیونیسټي_رژیم_یو_ځل_بیا_پر_فلسطین_هوایي_بریدونه_کړي
د صهیونیسټي رژیم ځواکونو یو وار بیا په غزه کې د فلسطیني غورځنګ او حماس ډ‌لې پر پوځي پوستو د ډرون الوتکو بریدونه کړي.
(last modified 2023-09-25T21:49:39+00:00 )
Sep 26, 2023 02:13 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژیم یو ځل بیا پر فلسطین هوایي بریدونه کړي

د صهیونیسټي رژیم ځواکونو یو وار بیا په غزه کې د فلسطیني غورځنګ او حماس ډ‌لې پر پوځي پوستو د ډرون الوتکو بریدونه کړي.

د کلید ګروپ د خبر له مخې، لاهم د یادو بریدونو له کبله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د بهرنیو رسنیو د راپورنو له مخې، دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د صهیونیسټي رژیم له خوا له غزې سره نږدې د فلسطینیانو لاریونونه روان وو.

د فلسطین د روغتیا وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، د صهیونیسټي رژیم ځواکونو دغه راز پر فلسطیني لاریون کوونکو ډزې کړې چې له امله یې شپږ تنه شهیدان شوي او تر ۱۰ زیات ټپیان دي.

تر دې وړاندې هم د صهیونیسټي رژیم د ملېشو په بریدونو کې ګڼ فلسطیني وګړي شهیدان شوي او ټپیان شوي دي.