د غزې کلابند خلک د نړیوالو مرستو په تمه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i140350-د_غزې_کلابند_خلک_د_نړیوالو_مرستو_په_تمه
د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترش د قاهرې د صلحې په غونډه کښې په یوه وینا کښې وویل: مونږ د یوې داسې سیمې په زړه کښې ملاقات کوو چې له درده رنځیږي او د کندې په غاړه ولاړه ده. هغه سیمه کښې د هغې د خلکو د رنځ او کړاؤ د تصویرونو په لیدلو سره، امکان نه لري چې د زړه له تله یې ضمیر ونه دردیږي.
(last modified 2023-10-22T07:41:54+00:00 )
Oct 22, 2023 12:10 Asia/Kabul
  • د غزې کلابند خلک د نړیوالو مرستو په تمه

د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترش د قاهرې د صلحې په غونډه کښې په یوه وینا کښې وویل: مونږ د یوې داسې سیمې په زړه کښې ملاقات کوو چې له درده رنځیږي او د کندې په غاړه ولاړه ده. هغه سیمه کښې د هغې د خلکو د رنځ او کړاؤ د تصویرونو په لیدلو سره، امکان نه لري چې د زړه له تله یې ضمیر ونه دردیږي.

د عراق وزیراعظم محمد السوډاني هم د قاهرې په غونډه کښې څرګنده کړه: که د یو ولس د روا حقوقو خبرې ته غوږ نيول شوى واى او د نړيوالو پرېكړو درناوى شوى واى نو د فلسطين مسله به تر دې حده نه وه رسېدلې. عراق له غزې تړانګې څخه د فلسطینیانو هر ډول جبري مهاجرت او له خپلو کورونو ورته د وتلو غوښتنه، په کلکه ردوي. مومږ د غزې په تړانګه کې د اوربند او د خلکو لپاره د سرحدونو پرانیستل او بیا د بندیانو او اسیرانو تبادله غواړو.

د الاقصی طوفان د عملیاتو له پیل راهیسې په تیرو ۱۶ ورځو کې له یوې خوا د استوګنې او عامه سیمو بمبارۍ او له بلې خوا د اوبو، بریښنا او د خوراکي توکو او درملو سخت کمښت د غزې د فلسطیني اوسیدونکو لپاره خورا نازک حالت رامینځته کړی او د بشري حقونو بنسټونو په دې سیمه کې بشري وضعیت د نه منلو وړ او خواشینونکی بللی دی.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام، د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق، یونیسف، د خوړو نړیوال پروګرام او د روغتیا نړیوال سازمان په ګډون د ملګرو ملتو مختلفو ارګانونو په یوه بیانیه کې ویلي: «موږ په غزه کې د سمدستي او غیر محدودو بشري مرستو ترڅنګ د اوربند غوښتنه کوو ترڅو بشردوستانه فعالین وکړې شي د هغو ملکي وګړو ژوند وژغوري چې مرستې ته اړتیا لري او د نورو بشري کړاوونو مخه ونیسي."

د فلسطین الیوم ټلویزیوني چینل راپور ورکړ: په غزه کې د UNRWA د عملیاتو مشر وویل: وضعیت خورا جدي دی او بشري مرستې ډیرې محدودې دي. موږ د غزې په تړانګه کې د ناورین د مخنیوي لپاره د دایمي بشري مرستو لیکې ته اړتیا لرو.

د شنبې په ورځ، د مصر د سرې میاشتې، د روغتیا نړیوال سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام څخه د بشردوستانه مرستو د 20 ټرکونو لومړی کاروان د رفح بندر په موقتي بیا پرانستلو سره د غزې تړانګې ته داخل شو. خو تېل چې د دې سیمې د خلکو عاجله اړتیا ده، په دغو توکو کې نشته او د غزې یوازنی بریښناکوټ د تیلو د کمښت له امله ولاړ دی او روغتونونه هت مد بریښنا د سخت کمي په وجه په بندېدو ديچې د زرګونو ناروغانو ژوند ګواښوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د پيسو صندوق (یونیسف) د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د رفح له لارې یې د غزې تړانګې ته د څښاک د اوبو څه باندې ۴۴ زره بوتلونه انتقال کړي، خو دا اندازه یوازې د یوې ورځې لپاره د ۲۲ زره کسانو اړتیا پوره کوي.

د یونیسف اجرایوي مشرې کاترین رسل په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې د محدودو مرستو دغه لومړی پړاو ښايي یو شمېر کسان له مرګه وژغوري، خو اړتیاوې یې بېړنۍ او پراخې دي، نه یوازې د اوبو، بلکې د خوړو، سونګو، درملو او د اړتیا وړ توکو او خدماتو ته هم سخت ضرورت دی. که موږ نشو کولی د بشردوستانه توکو چمتو کولو ته دوام ورکړو، که مونږ په دوامداره توګه انساني تدارکات پوره نه کړې شوو نو د غزې د خلکو د ژوند د ګواښونکو ناروغیو له حقیقي ګواښ سره به مخامخ شو.

وروسته له هغه چې د غزې د بنسټيزو تاسيساتو ډيرې برخې چې په هغو کې د اوبو او فاضله اوبو د حياتي سيستمونو په ګډون د اسرايلو د بمباريو په ترڅ کې د شاوخوا دوو اوونيو په ترڅ کې په کنډوالو بدل شول، په دې سيمه کې د اوبو د توليد ظرفيت پنځه سلنې ته راټيټ شو او د غزې نفوس چې شاوخوا دوه ميليونه او درې لاکه خلک دي، د هر کس لپاره په ورځ کښې  له درې لیټرو څخه کمې اوبه لري.

د نړیوالو سازمانونو په وینا، په تیرو دوو اونیو کې د غزې په تړانګه کې نږدې یو ملیون خلک بې ځایه شوي، چې نیمایي یې ماشومان دي او ډیرو پکښې د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې پناه اخیستې چې اوبو او بهداشت ته ډیره محدود لاسرسی لري. او دا حالات په ځانګړې توګه د کوچنيانو لپاره ډیر ستونزمن او خطرناک دي.

دا په داسې حال کښې دي چې د صهیونیسټي رژيم هوايي بریدونه بند شوي نه دي او د قطر الجزیره خبري چینل په غزه کښې د حکومتي رسنۍ د خبرتیا له دفتره څخه نقل کړي چې د دې تړانګې روغتونونو ته هر ساعت کابو ۵۰ نوي شهیدان او زخمیان وړل کیږي  چې زیاتره په کښې ښځې او ماشومان دي.

د ماشومان د دفاع نړیوال غورځنګ اعلان کړی چې صهیونیسټي رژیم د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کښې ۱۶۶۱ ماشومان په خاورو او وینو کښې لغړولي دي چې په ورځ کښې یې اوسط شمیر ۱۲۰ ماشومان دي.

په تیرو شپاړسو ورځو کښې په غزې تړانګې د صهیونیسټي رژيم په بریدونو کښې له څلورو زرو زیات کسان شهیدان شوي او ۱۳ زره زخمي شوي دي، همداشان یو میلیون خلک کډه په سر شوي دي چې شمیر یې شیبه په شیبه زیاتیږي او اوس غزه له بل هر وخته زیاته د انساني غمیزې له خطر سره مخ ده او ورته سمدستي د مرستو لیږل دغه انساني کړکیچ څه نا څه کمولی شي خو د بریدونو دوام په تیره بیا که له ځمکنۍ حملې سره هم مل شي نو شک نشته چې دغه بحران به لاسخت او ژور کړي.

*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی