صهیونیسټ رژیم د لبنان په جنوب توغندي ویشتلي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i140410-صهیونیسټ_رژیم_د_لبنان_په_جنوب_توغندي_ویشتلي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی صهیونیسټ رژیم پرون د لبنان په ختیځ او جنوبي برخې کښې د «کفر شوبا» ښارګي په شاوخوا سیمو باندې توغندي وویشتل.
(last modified 2023-10-23T22:41:15+00:00 )
Oct 24, 2023 01:35 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژیم د لبنان په جنوب توغندي ویشتلي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی صهیونیسټ رژیم پرون د لبنان په ختیځ او جنوبي برخې کښې د «کفر شوبا» ښارګي په شاوخوا سیمو باندې توغندي وویشتل.

د لبنان په جنوب باندې د صهیونیسټ رژیم توغندوي حمله په داسې  حال کښې ده چې پرون مازیګر د لبنان په جنوبي سیمو کښې د چاودنې غږ واوریدل شو.

ویل  کیږي چې د اسرائیلو په حملو کښې د لبنان د حزب الله څلور مبارزان شهیدان شوي دي چې عباس علي ،  حسین حسن ، علي کمال او  مصطفی حسین نومیږي.

له بلې د لبنان حزب الله غورځنګ پرون په یوې بیانیې کښې له لبنان سره په سرحد کښې د صهیونیسټ رژیم په یوې پوستې د بریالۍ حملې خبر ورکړ.

د لبنان حزب الله اسلامي مقاومت غورځنګ په تیرو څو ورځو کښې او د فلسطین په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم له بوږونکو جنایتونو او د ګڼ شمیر فلسطینیانو له شهیدولو وروسته د نیواکي فلسطیني په شمال کښې د صهیونیسټ رژیم په پوځي مرکزونو باندې بریدونه کړي دي داسې موضوع چې په دغو سیمو کښې د ښارګي میشته صهیونیسټانو د ویریدا سبب  شوي ده.

تراوسه په لسګونو زره صهیونیسټان د حزب الله غورځنګ له حملو څخه د ویریدا په خاطر د لبنان سرحد ته نږدې له ښارګیو څخه تښتیدلي دي.