امریکایي اسپېشل فورس غزه کې سخت ځپل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i140536-امریکایي_اسپېشل_فورس_غزه_کې_سخت_ځپل_شوی
امریکایي ډګروال د فاکس نیوز  وتلی مجري سره په مرکه کې وویل چي امریکایي اسپېښل فورس ځواکونو غزې ته له ننوتلو وروسته،د سختې مرګژوبلې له امله شاته شوي دي.
(last modified 2023-10-26T07:27:22+00:00 )
Oct 26, 2023 09:53 Asia/Kabul
  • امریکایي اسپېشل فورس غزه کې سخت ځپل شوی

امریکایي ډګروال د فاکس نیوز  وتلی مجري سره په مرکه کې وویل چي امریکایي اسپېښل فورس ځواکونو غزې ته له ننوتلو وروسته،د سختې مرګژوبلې له امله شاته شوي دي.

په اسرائیل رژیم باندې د الاقصی د طوفان له عملیاته وروسته، او په غزې باندې د درانه بمبارونو وروسته، اسرائیلي ځواکونو له تېرې اوونۍ راهیسې د غزې په پولو کې ټانګانو سره راغونډ شوي او غواړي چي په غزې باندې ځمکني عملیات پیل کړي.

خو دوې ورځې مخکې امریکایي سپېشل فورس ځواکونو چي افغانستان او عراق کې د جنګ تجروبه لري، اسرائیلي کمانډویانو سره په ګډه غزې ته ننوتلي وه، څو د ځمکنیو ځواکونو د ننوتلو لپاره زمینه برابره کړي او د حماس مقاومت وځپي.

خو متقاعد ډګروال او د پنټاګون مخکنی سلاکار ډاګلاس مک ګوریګور تېره ورځ د فاکس نیوز له مشهور مجري، ټاکر کارلسون سره په مرکه کې وویل چي امریکایي سپېشل فورس ځواکونو له غزې نه ټوکړې توکړې راواپس شوي دي او درنه مرګژوبله اور اوښتې ده.

هغه زیاتوي چي، د امریکا دفاع وزارت، د دوو زرو سمندري ځواکونو ماسېوا، دوه زره اسپېشل فورس ځواکونه هم اسرائیل رژیم سره د مرستې لپاره نیواکي فلسطین کې ځای پر ځای شوی دی.

فلسطین کرونیکلز ویب پاڼه هم یادې مرکې ته په اشارې سره لیکي چي امریکایي اسپېشل فورس ځواکونو له ځمکني عملیات نه مخکې غزې ته ننوتي دي چي د مقاومت د قومندانی او همږغی په له مینځه وړلو سره، د اسرائیل د رژیم ځمکني ځواکونو او امریکایي مرینز یا همغه سمندري ځواکونو ته د عملیات لپاره زمینه برابره کړي.

خو د امریکایي متقاعد ډګروال ګریګوري په وېنا، امریکایي ځانګړو ځواکونو غزې ته د ننوتلو نه په همهغه لومړیو شېبو کې له سختې مرګژوبلې سره مخ شوی او عملیات یې په یوه ناورین بدل شوی دی او بیرته شاتګ کړی دی.

دغه امریکایي ډګروال په غزې کې له حماس سره په نښټو کې د امریکایي ځانګړو ځواکونو د مرګژوبلو د شمېر په هکله څه نه دي ویلي، خو یوشمېر ناتائید شوي راپورونه وایي چي غزې ته د استول شویو ټیمونو څخه نیمایي کسان یا وژل شوي او یا هم ژوبل شوي دي.