د فلسطین مبارزانو د اسرائیلو په پوځیانو برید وکړ
المیادین ټیلي ويژن راپور راکړی د فلسطین مقاومت ځواکونه بریالي شول د غزې په سرحد کښې په یوشمیر صهیونیسټي عسکرو باندې بریدونه وکړي.
د صهیونیسټ رژیم پوځ په طوفان الاقصی عملیاتو کښې د خپلې ماتي د جبرانولو لپاره چې د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې څخه د فلسطین د اسلامي مقاومت غوځنګ حماس لخوا پیل شوي وو وړمه شپه غزې تړانګې ته د ورننوتلو او هلته د ځمکنیو عملیاتو د ترسره کولو نیت درلود خو د فلسطین د مقاومت ځواکونو له حملو سره مخامخ شو.
نن سهار وختي هم د غزې سرحد ته نږدې د رفح سیمې په ختیځ کښې په صوفا ښار کښې د صهیونیسټ رژیم یوشمیر پلي ځواکونه د مقاومت د ځواکونو په لومه کښې ښکیل شول.
دغه اسرائیلي عسکر د فلسطین د مقاومت له ځواکونو سره له درې ساعته سختې جګړې وروسته شاتګ کولو ته مجبوره شول.
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس پوځي ځانګې «کتائب القسام» وویل د مقاومت ځواکونو غزې تړانګې ته د صهیونیسټ رژیم د پوځ د زغرګاډو په نږدې کیدا سره په هغوې ډزې وکړې.
د طوفان الاقصی عملیات په داسې حال کښې څلرویشتمې ورځې ته ورننوتلي دي چې د غزې تړانګې په هستوګنه سیمو ، ښوونځیو او روغتونونو باندې د صهیونیسټ رژیم لخوا له ځمکې ، هوا او سمندر څخه سختې حملې روانې دي.
امریکا ، بریتانیا ، جرمني ، فرانسه ، اسټرالیا او نور اروپايي هیوادونه د اسرائیلو د جنایتکار رژيم وسله وال، استخباراتي او مالي ملاتړونه کوي او دوې د فلسطین د ملت پرضد په سترو جنایتونو کښې شریک دي.
بل خبر دا چې د فلسطین مبارزانو نن په اسرائیلو باندې څو راکټونه وویشتل چې د مرګ ژوبلو په هکله یې کوم راپور نه دی خپور شوی.