دغزي په پولې کې مو د وحشي صهیونیسټانو حمله په شاوتنبوله
د فلسطین داسلامی مقاومتي غورځنګ حماس دعزالدین قسام کنډکونو په یوې اعلامیې کې وئيلی دي ،دغزې تړانګې په پول کې ئې د وحشي صهیونیستي رژیم دپوځ پلی یونټ په شیشت کې راوستی او ټانکونه ئې د راکټ لانچرو ښکار شوي دي.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ،دعزالدین قسام کنډکونو په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ،چې د غزې تړانګې په پولې کې په کرم ابوسالم سترې لارې سره نزدې د د صهیونیسټي رژیم په پوځي مورچلو کې د خطرې ټلۍ کړنګیدلې ده او دغزې په جنوب او شمال لویدیځي چورلیزونو کې هم له وحشي صهیونیسټي پوځیانو سره نښتي او دهغوي زغروال تجهیزات او ټانکونه ئې ټارګټ کړي دي.
په دغه راپور کې وئيل شوي دي، تر دې دمه د وحشي رژيم له پوځيانو سره یو ځاي یو شمیر ټانکونو څو ځله هڅه کړې غزې ته وارد شی،چې په مقاومتي مبارزانو په غلچکیو عملیاتو کې ګیر شوي او له مرګ ژوبلو او تاوانونو وروسته بیرته په منډه شاتګ ته اړ شوي دي.
وروستی راپورونه ښئ چې د صهیونیسټ رژیم پوځي مسئولانو بلاخره منلې ده چې د طوفان الاقصی عملیاتو کې ئې تر دې دمه ۳۱۵پوځيان وژل شوي ،حال دا چې خپلواکه سرچینو دغه شمیر څو چنده زیات ښودلی دی .