په نیواکي ټاتوبو به  توغندوي او ډرونز حملو ته دوام ورکړو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i140812-په_نیواکي_ټاتوبو_به_توغندوي_او_ډرونز_حملو_ته_دوام_ورکړو
د یمن د پوځ  ویندوي  اعلان وکړ، د دغه  هیواد توغندوي اوډرونز یونټونو  په نیواکي ټاټوبو کې بیا ټارګټونه په شیشت کې راوستي  او دغه حملې به د صهیونیستي رژيم  دنیواکګرۍ تر پاي پورې دوام وکړي.
(last modified 2023-10-31T22:37:32+00:00 )
Nov 01, 2023 03:04 Asia/Kabul
  • په نیواکي ټاتوبو به  توغندوي او ډرونز حملو ته دوام ورکړو

د یمن د پوځ  ویندوي  اعلان وکړ، د دغه  هیواد توغندوي اوډرونز یونټونو  په نیواکي ټاټوبو کې بیا ټارګټونه په شیشت کې راوستي  او دغه حملې به د صهیونیستي رژيم  دنیواکګرۍ تر پاي پورې دوام وکړي.

المسیره خبری چینل راپور ورکړ، جنرال یحیی سریع  پرون مازدیګر په یوې اعلامیې کې ووئیل ،  د مسئولیّت  داحساس کولو له پلوه  او  د پتمنو او اسلامی  ملتونو  او دخپل ملت  چغې ته  د ځواب ورکولو له نظره ، دیمن وسلوال پوځ باید دهغه څه په باب خپله دنده   او رول ولوبوي  چې  په نیواکي فلسطین کې  تیریږي .  

یحیی سریع زیاته کړې ده ،  د دریم ځل لباره  مو  په نیواکي ټاټوبو کې  په مختلفو ټارګټونو باندې توغندوي او ډرونز په وسیله  بریدونه کړي دي او د اسرائیلو دتیریو تر بندیدا پورې به خپلو توغندوي او ډرونز  درندو ګوزارونو ته دوام ورکړو.

هغه په دوام کې زیاته کړې ده ، هغه څه چې سیمه بې ثباته کوي ، او د نښتو دایره پراخوي ، د غزې تړانګې او درست فلسطیني ولس په ضد د دښمن  دجنایتونو او عامو وژلو دوام دی چې باید مخه ئې ونیول شي.

په عین حال کې د صهیونیست رژیم ۱۳خبری چینل  پرون  د  یوه هغه له مځکې په مځکه ویشتونکي توغندي د مخنیوی مدعی شوی چې  دهغوي په وینا  دسره سمندر له خوا د نیواکي ټاټوبو په ل ور توغول شوی ؤ.