په پوځي عملیاتو کې ناکامي او د غزې له ملکیانو غچ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i140852-په_پوځي_عملیاتو_کې_ناکامي_او_د_غزې_له_ملکیانو_غچ
د نتانیاهو د جنګ وزیر یوف ګالانت اعتراف وکړ چې له حماس سره په جګړه کې د اسراییلي پوځیانو وژل کیدا یو سخت او دردونکی ګوزار دی.
(last modified 2023-11-01T09:52:34+00:00 )
Nov 01, 2023 14:20 Asia/Kabul
  • په پوځي عملیاتو کې ناکامي او د غزې له ملکیانو غچ

د نتانیاهو د جنګ وزیر یوف ګالانت اعتراف وکړ چې له حماس سره په جګړه کې د اسراییلي پوځیانو وژل کیدا یو سخت او دردونکی ګوزار دی.

 

د غزې د جګړې په ۲۶ ورځ د غزې تړانګې په شمال او جنوب کښې د فلسطینیانو او صهیونیسټی پوځیانو ترمینځ سختې نښتې دوام لری. دغه نښتې د ګاډیو د تباه کیدا  او د صهیونیسټی پوځیانو د هلاکت سبب  شوي دي. د مقاومت ډلو هم توغندوي  بریدونه بیا پیل کړي دي.

د نتانیاهو د جنګ وزیر یوف ګالانت اعتراف وکړ چې له حماس سره په جګړه کې د اسراییلي پوځیانو وژل  کیدا یو سخت او دردونکی ګوزار دی.

له نهې  ورځې راهیسې  تراوسه په غزه کې ۱۱ اسراییلي پوځیان هلاک شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي، چې د څلورو حالت یې  نازک دی.

د اسرائیلو پوځ د غزې په شمال کې د جګړې په ترڅ کې د «ګفعاتي» لوا د نهو پوځیانو د هلاکت او د څلورو نورو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.

د ها ارتض په وینا، ۹ اسرائیلي پوځیان هغه مهال ووژل شول چې د غزې په شمال کې د دوی زغر ګاډي د ټانک ضد توغندي په وسیله په  نښه شو.

په دغو تلفاتو سره د غزې په جګړه کې د هلاک  شویو اسرائیلي پوځیانو شمېر ۳۲۶ ته ورسېد.

دا په داسې حال کښې دی چې د عزالدین القسام د کنډکونو ویاند اعلان وکړ چې د صهیونیسټی پوځیانو څه دپاسه شل ګاډی تباه شوی دی چې په دې بڼه  کښې د اسرائیلی پوځیانو د مرګ ژوبلې اصلی شمېر د رسمی شمیرنو په پرتله څو چنده زیات دی.

صهیونیسټ رژیم د ځمکنیو عملیاتو د ناکامۍ د جبرانولو او همداشان د الاقصی طوفان د عملیاتو د بې ساري حیرانتیا په خاطر چې د غزې له شاوخوا سیمو د صیهونیسټي ښارګی میشتو  د تېښتې سبب شوی دی،  هماغه راز د سوزیدلی ټاټوبی د سټراټیجۍ په اساس  د غزې په استوګنې او غیرپوځی سیمو خپلو هوايي او توپونو بریدونو ته دوام ورکوي  او هره ورځ د ملکي خلکو او په ځانګړې توګه د فلسطین  له ماشومانو ډیر ی قرباني اخلي.

د غزې تړانګې په بیلا بیلو سیمو د صهیونیسټ رژیم هر اړخیز هوایی، توپچی او سمندری حملې دوام لری او د دغو حملو په نتیجه کښې زیات شمیر فلسطینیان د د نړۍ د هیوادونو  د ړندو سترګو په وړاندې ژوندی ښخ شوی، ژوبل او بې کوره شوی دی.

د غزې د روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې یوازې په جبالیه کیمپ کې تر ۴۰۰ زیات فلسطینیان شهیدان  او ټپیان شوي او د  هدف ګرځیدلیو مسکوني سیمو  ګڼ شمېر اوسیدونکي تر خاورو لاندې دي.

د دې وزارت ویاند وویل مونږ ه له هر هغه چا غوښتنه کوو چې هر څومره چی  تېل لري د شفا طبي کمپلیکس او د انډونیشیا  روغتون ته راوړي ترڅو د ټپیانو او ناروغانو ژوند وژغورل شي.

هغه دوام  ورکړمونږ ه د تیلو په  تولیدونکو هیوادونو کې له خپلو وروڼو غواړو چې دسونګو په رسولو کې مداخله وکړي.

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي دي چې د الشفا کمپلیکس او د انډونیشیا روغتون د بریښنا جنریټر تر بندیدو  یوازې څو ساعته وخت لري زیاته یې کړه: مونږ ه په انکیوبټر کې د ۴۲ ماشومانو، ۶۲ ټپیانو او مصنوعي تنفس او 650 ناروغان چې د پښتورګو ناکامي لري د ژغورولو لپاره سونګو ته اړتیا لرو.

صهیونیسټ رژیم په غزې کښې د خپلو جنایتونو په سخته سنسورولو سره په غزې کښې انټرنټ او نورې ارتباطی لارې پرې کړې دی.

دا په تېرو پنځو ورځو کې دویم ځل دی چې په غزه کې د مخابراتي شبکو او انټرنېټ مزي پرې کېږي. د فلسطین مخابراتي شرکت (Paltel) اعلان وکړ چې په غزې تړانګه کې ټول مخابراتي او انټرنیټي خدمات په بشپړه توګه غوڅ شوي دي.

د غزې د تړانګې د ۲.۳ میلیونو اوسیدونکو په خلاف د صهیونیسټي پوځ د ۲۶ ورځو په عملیاتو کښې څه دپاسه ۳۰ زره کسان مړه او ژوبل شوي او له یو میلیون زیات بې کوره شوي دي او په دې موده کښې سیمه ایزو او نړیوالو سازمانونو او موسسو هم د خلکو د ملاتړ لپاره  هیڅ اړین او د پام وړ اقدامات نه دي کړي، او همدا چاره  د نتانیا هود نسل وژنې  ، جنګ غواړی کابینې د نورې کینې سبب شوی ده .