۲۴۰ فلسطینیان ډله ئیزو قبرونو کښې ښخ کړې شول
Nov 05, 2023 01:29 Asia/Kabul
صفا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د غزې د روغتیا وزارت مشر منیر البرش وویل دوه سوه څلویښت فلسطینیان چې مړي یې نه پیژندل کیدل په ډله ئیزو قبرونو کښې ښخ کړې شول.
هغه وویل د فلسطین دوه سوه څلویښت کسان چې د صهیونیسټ رژیم د بمباریو له کبله یې بدنونه ټوټی ټوټي شوي وو په ډله ئیزو قبرونو کښې خاورو ته وسپارل شول.
د غزې د روغتیا وزارت مشر وویل په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژيم د تیریو له پیل راهسې څه د پاسه شپیته فلسطیني ډاکټران هم شهیدان شوي دي.
هغه وویل د اسرائیلو په بمباریو او حملو کښې د شهیدانو شمیر هم نهه زره څلور سوه اته اتیا ته رسیدلی دی.
د فلسطین د روغتیا وزارت وايي چې د صهیونیسټ رژیم د حملو اویا فیصده قربانیان ښځې او ماشومان دي.
ټیګونه