اسرائیلو په غزې۳۵۰۰۰ ټنه چاودیدونکي مواد غورځولي
زمونږ خبریال راپور راکړی په غزې تړانګه کښې د فلسطین د اطلاعاتو د دفتر مشر سلامه معروف وویل
صهیونیسټ نیواکګرانو د تیرې اکتوبر میاشتې له اومې نیټې څخه تراوسه په غزې تړانګه کښې د فلسطین په خلکو باندې پینځه دیرش زره ټنه چاودیدونکي مواد غورځولي دي.
هغه په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټانو لخوا د فلسطینیانو د نسل وژنې په هکله په نړیوالو ټولنو باندې نیوکې سره وویل د غزې په خلکو باندې د پینځه دیرش زره ټنه چاودیدونکو توکو غورځول یعني د غزې په هر یوه مربع کلومیټره خاوره کښې دوه اتیا ټنه چاودیدونکي مواد کارول شوي دي.
سلامه معروف له تیرې یوې میاشتې راهسې د فلسطین د شهیدانو او د بې درکه کسانو شمیر څه د پاسه دیارلس زره تنه اعلان کړ او ویې ویل نیواکګرانو په دې موده کښې دوه سوه دوه ویشت ښوونځي تباه کړي دي او اته اتیا حکومتي موسسې یې هم له خاورو سره خاورې کړي دي.
هغه د غزې تړانګې په راتلونکي باندې د نړیوال قیمومیت د تپلو په هکله په خبرداري سره د غزې د راتلونکي په هکله د امریکا او د لویدیځ له ټولو پلانونو سره خپل مخالفت اعلان کړ او ټينګار یې وکړ د فلسطین خلک له دې پرته بل هیڅ خبره نه مني چې په خپله خپل برخلیک وټاکي.