د فلسطین حماس غورځنګ نن بیا په اسرائیلو راکټونه وویشتل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i141314-د_فلسطین_حماس_غورځنګ_نن_بیا_په_اسرائیلو_راکټونه_وویشتل
الجزیرې ټیلي ويژن راپور ورکړ یوې خبري سرچینې د فلسطین د غزې تړانګې په ختیځې سیمې کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځ په اډې باندې د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس د حملې خبر ورکړ.
(last modified 2023-11-10T03:51:01+00:00 )
Nov 10, 2023 08:17 Asia/Kabul
  • د فلسطین حماس غورځنګ نن بیا په اسرائیلو راکټونه وویشتل

الجزیرې ټیلي ويژن راپور ورکړ یوې خبري سرچینې د فلسطین د غزې تړانګې په ختیځې سیمې کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځ په اډې باندې د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس د حملې خبر ورکړ.

په غزې تړانګه کښې د فلسطین مقاومت ډلو نن سهار د قدس د نیواکګر رژیم د پوځ په اډو او د غزې تړانګې په ګاونډ کښې په صهیونیسټ میشته ښارګیو باندې د راکټونو نوي بریدونه پیل کړل.

په دغه راپور کښې ویل شوي دي چې د صهیونیسټ نیواکګر رژیم د پوځ په مرکزونو باندې د فلسطین د مقاومت ډلو له راکټي حملو سره په یووخت په دغه سیمو کښې د خطرې سایرنونه ووهل شول.

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس پوځي څانګې شهید عزالدین القسام غونډ وویل په نن سهار حملو کښې یې د غزې تړانګې په ختیځه سیمه کښې د صهیونیسټ رژيم د پوځ په « رعیم » اډې باندې راکټونه ویشتلي دي.

شهاب خبري اژانس هم وویل د فلسطین د غزې ښار په لویدیځ کښې د « تل الهوی »په شاوخوا کښې حاضردمه ځمکني جنګونه روان دي.

د اسرائیلو ظالم او نیواکګر رژيم د فلسطین غزې تړانګې ته د هر ډول درملو او خوراکي شیانو په ورتلو سخت بندیز لګولی دی او خلک د خوراکي شیانو او درملو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

بل خبر دا چې په فلسطین کښې پنځوس زره ښځې بلاربې او امیندواره دي چې  پینځه سوه پینځه سوه به یې په راتلونکو دوو اونیو کښې ماشومان وزیږوي.

د ویلو ده چې دغه میرمنې هیڅ ډول طبي اسانتیاوې او درمل نلري او نه د معاینو لپاره کوم امکانات لري.