غزې تړانګې کښې پینځه اسرائیل عسکر هلاک شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i141416-غزې_تړانګې_کښې_پینځه_اسرائیل_عسکر_هلاک_شول
شهاب خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم پوځ وویل د فلسطین په غزې تړانګې کښې د جنګونو په وخت د اسرائیلو پینځه ځواکونه وژل شوي دي.
(last modified 2023-11-12T03:36:30+00:00 )
Nov 12, 2023 07:58 Asia/Kabul
  • غزې تړانګې کښې پینځه اسرائیل عسکر هلاک شول

شهاب خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم پوځ وویل د فلسطین په غزې تړانګې کښې د جنګونو په وخت د اسرائیلو پینځه ځواکونه وژل شوي دي.

څلور کسان د صهیونیسټ رژیم کومانډوګان او پیراشوټر وو چې د ټونل د چاودیدا له کبله ووژل شول او یو افسر او یو عسکر هم سخت ژوبل شول.

په غزې کښې په  ځمکنیو عملیاتو کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځ د مرګ ژوبلو په دوام کښې اسرائیلو پرون د خپلو څلورو عسکرو په وژل کیدا اعتراف وکړ.

د صهیونیسټ رژیم د پوځ ویاند« ډانیل هاګاري» وویل د هغو اسرائیلي عسکرو شمیر چې د تیرې اکتوبر میاشتې له اومې څخه وژل شوي دي درې سوه پینځو شپیتو ته رسیدلی دی.

د فلسطین د مقاومت ځواکونه هم په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژيم هوايي بریدونو ته په ځواب کښې هره ورځ  او بیلابیلو وختونو کښې د اسرائیلو په ښارګیو باندې د راکټونو او د توغندیو بریدونه کوي.