حماس غورځنګ په اسرائیلو توغندي ورویشتلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i141522-حماس_غورځنګ_په_اسرائیلو_توغندي_ورویشتلي_دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ پوځي څانګې عزالدین قسام غونډ بیګا وویل چې د غزې تړانګې پرضد د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته په غبرګون کښې یې په نیواکي فلسطین کښې په یوشمیر سیمو توغندوي حملې کړي دي.
(last modified 2023-11-13T21:21:15+00:00 )
Nov 14, 2023 01:40 Asia/Kabul
  • حماس غورځنګ په اسرائیلو توغندي ورویشتلي دي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ پوځي څانګې عزالدین قسام غونډ بیګا وویل چې د غزې تړانګې پرضد د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته په غبرګون کښې یې په نیواکي فلسطین کښې په یوشمیر سیمو توغندوي حملې کړي دي.

د صهیونیسټ رژیم رسنیو په تل اویو او د ریشون لتسیون ، غوش دان ، حولون، رحوفوت ، بات یام او رمله په شمول د نیواکي فلسطین په مرکز کښې په پراخو سیمو او دغه راز په عسقلان او د غزې تړانګې په ګاونډ کښې په صهیونیسټي ښارګیو کښې د خطرې د سایرنونو د وهلو خبر ورکړ.

بل خبر دا چې خبرو سرچینو بیګا وویل د غزې په شمال کښې په جبالیا کیمپ باندې د صهیونیسټ رژیم د جنګي الوتکو په حملو کښې یودیرش نور فلسطینیان شهیدان شول.

د صهیونیسټ رژیم پوځ په جبالیا کیمپ کښې په یوې هستوګنې سیمې کښې دولس کورونو په کامل ډول بمبار او تباه کړل.

دغه راپور زیاتوي چې د اسرائیلو په دغو بمباریو کښې تراوسه یودیرش فلسطینیان شهیدان او نهه نور ژوبل شوي دي.