د امریکا ولسمشرجوبایډن دروغجن دی
د فلسطین د اسلامي جهاد مشر هم د صهیونیسټي رژیم له څو ورځو محاصرې او بمبارۍ وروسته په غزې کښې د الشفاء په روغتون کښې د پراخ قتل عام د رامینځته کیدو خبرداری ورکړ.
د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ وویل د امریکا ولسمشرجوبایډن دروغجن او د غزې په الشفا روغتون د صهیونیسټی نیواکګرو د حملې مسئول دی.
صهیونیسټی پوځیانو نن سهار د غزې په تړانګې کښې د الشفاء د طبی کمپلکس په شاوخوا کښې د هر حرکت کونکی څیز په نښه کولو، بمبارۍ او له څو ورځو محاصرې وروسته، صهیونیسټی پوځیان حمله وکړه او هغه ته ننوتل.
د ایرنا د خبر له مخې د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ نن په یوه بیانیه کښې زیاته کړه: په غزې کښې د روغتونونو د ملاتړ د ضرورت په اړه د بایډن خبرې د دغه روغتون د (صهیونیسټی پوځیانو) د جنایت د پټولو لپاره له مکر ډکې څرګندونې وې.
د فلسطین د اسلامي جهاد مشر هم د صهیونیسټي رژیم له څو ورځو محاصرې او بمبارۍ وروسته په غزې کښې د الشفاء په روغتون کښې د پراخ قتل عام د رامینځته کیدو خبرداری ورکړ.
د فلسطین د دغه غورځنګ په بیانیه کښې راغلی دی: واشنګټن په غزې کښې په روغتونونو او طبی مرکزونو کښې د ملکی خلکو د وژلې په اړه چې د نړۍ د سترګو په وړاندې ترسره کیږی، صهیونیسټی نیواکګرو ته شین څراغ ورکړی دی.
دفلسطین داسلامی جهاد غورځنګ ټینګار کړی ، صهیونیسټ رژیم په غزه کښې خپلو هدفونو ته د رسیدو توان نلری ، نو په عامو خلکو ، ناروغانو او طبی کارکونکو حملې کوی څو ښارګي میشتو ته یوه ډراماتیکه بریا وړاندې کړی .
عیني شاهدانو ویلي، چې نن سهار د شفا روغتون کمپلیکس ته له ننوتو وروسته صهیونیسټي پوځیانو په هغو خونو ډزې پیل کړې، چې ناروغان پکې بستري وو او د دغه روغتون شاوخوا د درنو چاودنو غږونه اورېدل کېدل.