د یمن فوځ:
د اسرائیل د رژیم دوې کښتۍ مو په نښه کړې دي
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند په اسرائیلي کښتیو باندې د برید په تائیدولو سره، خبرداری ورکړ: مونږ په صهیونیستانو باندې هغه وخت بریدونه بندوو چي هغوی په غزې باندې جنګ بند کړي.
د المسیرې له راپور سره سم، د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال یحیی سریع اعلان وکړ چي د دې هیواد سمندري ځواکونو په باب المندب اوبلارې کې د اسرائیل د رژیم دوې کښتۍ په نښه کړي دي، لومړۍ کښتۍ په توغندی او دوهمه کښتۍ په بې پیلوټه الوتکې سره ویشتل شوي دي.
جنرال یحیی سریع وویل: په دغو اسرائیلي کښتۍ مو ځکه برید وکړ چي هغوی د یمن د وسله والو ځواکونو پیغامونو ته غوږ کښې نه ښودل.
هغه یادونه وکړه چي په اسرائیلي کښتیو باندې دغه بریدونه د فلسطین نه په ملاتړ کې او د انصارالله د غورځنګ د مشر عبدالمالک الحوثي په امر تر سره شوي دي.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند جوته کړه: تر هغه پورې چي اسرائیل رژیم په غزې کې زمونږ په فلسطیني وړونو باندې جنګ بند کړی نه وي، مونږ په سره سمندر کې د اسرائیل د رژیم کښتۍ په نښه کوو.