په غزه کې تر ۷ زره ډېر کسان لادرکه دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i143048
د فلسطین د روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې د اکټوبر له اوومې نېټې راهیسې د صهیونیسټي رژیم په هوایي بریدونو کې ۱۸زره او ۲۰۵تنه فلسطیني وګړي شهیدان شوي او ۷۶۰۰ نور لادرکه دي.
(last modified 2023-12-12T08:07:58+00:00 )
Dec 12, 2023 12:35 Asia/Kabul
  • په غزه کې تر ۷ زره ډېر کسان لادرکه دي

د فلسطین د روغتیا وزارت چارواکو ویلي چې د اکټوبر له اوومې نېټې راهیسې د صهیونیسټي رژیم په هوایي بریدونو کې ۱۸زره او ۲۰۵تنه فلسطیني وګړي شهیدان شوي او ۷۶۰۰ نور لادرکه دي.

د کلید ګروپ د خبر له مخې، سرچینې زیاته کړې چې د دوی د شمېرو له مخې، ۴۹زره او ۶۴۵ کسان ټپيان شوي دي.

خو د حماس سیاسي دفتر ویلي چې خپل مقاومت ته به دوام ورکړي او زیاتوي چې تاریخ به د غزې په اړه ولیکي چې هلته بریا د حماس وه.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان غزې ته د بېړنیو بشري مرستو استولو پرېکړه لیک تصویب کړی دی.

که څه هم په غزه کې د شپږو ورځو لپاره اوربند دوام وکړ، خو تر اوربند وروسته یو ځل بیا د ښکېلو لورو تر منځ جګړه پیل شوې، چې تر ډېره ملکي وګړي پکې وژل کېږي.