په غزه کې آخرالزماني وضعیت
(last modified Tue, 12 Dec 2023 13:00:04 GMT )
Dec 12, 2023 17:30 Asia/Kabul
  • په غزه کې آخرالزماني وضعیت

د غزې تړانګې پر مختلفو سیمو باندې د اسرائیلي رژیم د پوځ لخوا له تېرو څو ساعتونو راهیسې سخت بریدونه دوام لري.

د الاقصی طوفان له عملیاتو څه د پاسه ۷۰ ورځې تیرې شوي او د صهیونیسټي پوځ جنګیالیو د استوګنې سیمې په ځانګړې توګه، په غزه کې د فلسطیني کډوالو پناه ځایونه په نښه کوي.

د فلسطین د روغتیا وزارت نن سهار په غزې تړانګې کې وویل: صهیونیسټان پر روغتونونو، طبي پرسونل او کابو پر اته زره زخمیانو چې بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري، حملې کوي.

د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، د اکتوبر له اوومې (د تلې ۱۵مې) راهیسې پر دې سیمې د اسرائیلي رژیم په بې رحمانه هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۱۸ زره فلسطینیان شهیدان شوي او څه باندې ۴۹ زره او ۲۲۹ نور ټپیان شوي دي. دغه احصایې په تېره بیا د غزې سویلي سیمې ته د اسرائیلي رژیم د عملیاتو له پراخېدو سره سم مخ پر زیاتېدو دي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه سازمانونو په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي رژیم وحشیانه حملو ته په اشارې سره، پر ملکیانو د حملې وضعیت آخرالزماني بللی او ویلي چې په اوسنیو شرایطو کې د غزې نیمايي نفوس له لوږې سره مخ دی او د جګړې تر اغېز لاندې د اوړو د هرې بوجې بیه ۹۵ ډالره لوړه شوې ده.

د خوړو په چارو کې د ملګرو ملتونو راپور ورکوونکي "مایکل فخري" له الجزیرې سره په خبرو کې ټینګار وکړ: د غزې په تړانګه کې له ۲.۳ میلیونو ډېر خلک له لوږې سره مخ دي.

د فلسطین د کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د مرستو او کار د ادارې عمومي کمیشنر فیلیپ لازاریني هم پرون ټینګار وکړ: اسرائیل له دغې سیمې څخه د غزې د تړانګې اوسېدونکو په زوره او ډله ایزه هجرت لپاره هڅه کوي.

هغه وویل: د غزې په تړانګه کې د رامنځته شوي دوزخ د پایته رسولو لپاره اوربند اړین دی. آنروا او د غزې تړانګې ټولیز جوړښت به ډېر ژر له منځه ولاړ شي او دا د غزې تړانګې ته د نړیوالې ټولنې خیانت او بې پرواۍ معنی لري.

امریکا یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په تېرو کلونو کې یې تل د صهیونیسټانو د جنایتونو ملاتړ کړی دی او صهیونیسټي رژیم د دغه ملاتړ له لارې، د فلسطینیانو پرضد خپل وحشیانه جنایتونه ترسره کړي دي.

څو ورځې وړاندې په غزه کې د اوربند په اړه د امریکا وټو په ډاګه کړه چې څومره امریکا د اسرائیلو په پرتله د جګړې دوام ته زیاته لېوالتیا لري.

د ډسمبر په اتمه، امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو پریکړه لیک ویټو کړ، چې په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کوله. بريتانيا ممتنع رایه ورکړه او د امنيت شورا ۱۳ نورو غړو د هغه په ملاتړ رايه ورکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې، د 14 زره 120 ملي متر ټانک مرمۍ ورکړه تایید کړې، چې په ځمکنیو عملیاتو کې د اسرائیلو یو له خورا مهم مهماتو څخه دی چې کاروي یې.

د امریکا د کانګرس پولیسو هم  له هغو فعالانو سره هم سخت چلند کړی او یو شمېر یې نیولي دي، چې د کانګرس په ودانۍ کې په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کوله.

امریکایي شنونکی او لیکوال مارک ګلین، په دې باور دی چې د امریکا او اسرائیلو ترمنځ توپیر د یو شخص د ښي او چپې پښې د توپیر په څېر دی. دا په دې مانا ده چې دواړه پښې د یوه واحد بدن برخه ده. هغه له اسرائیلي رژیم سره د امریکې پراخو سیاسي، اقتصادي او پوځي مرستو ته په اشارې سره یادونه وکړه: که د واشنګټن مالي، پوځي او سیاسي مرستې له تل ابیب سره نه وای، دغه رژیم به کلونه مخکې نسکور شوی وای.

د صهیونیسټي رژیم لخوا پر غزې تړانګې د بمبارۍ له پیله، نهه اونۍ او دغه سیمې ته د ځمکنیو ځواکونو له استولو شپږ اونۍ تیرې شوې، خو صهیونیسټي رژیم تراوسه نه دی توانیدلی چې خپل اصلي هدف، یعنې د حماس وړتیاوو له منځه وړلو ته ورسېږي.

د اکانومیسټ اونیزې په وینا، ښايي حماس خپل یو شمېر ځواکونه له لاسه ورکړي وي، خو حماس لا هم په زرګونه مبارزین لري، چې له تونلونو راوځي او پر اسرائیلي پوځیانو بریدونه کوي. د تل ابیب په وینا تر اوسه پورې څه باندې ۱۰۰ صهیونیسټي پوځیان وژل شوي دي. حماس اوس هم تر ۱۳۰ ډېر اسیران په واک کې لري، چې د نوامبر په میاشتې کې د دواړو خواوو ترمنځ د شوي اوربند په ترڅ کې، چې پکې د بندیانو تبادله هم شامله ده، نه دي خوشې شوي او له پرلپسې بمباریو سره سره، د هغوی ژوند هم په خطر کې دی.

په نیول شویو سیمو کې د الاقصی طوفان له ناڅاپي عملیاتو وروسته، صهیونیسټي رژیم په خپل ۷۰ کلن تاریخ کې له ترټولو سختې او درنې ماتې سره مخامخ شو .

د دغې ناکامۍ ابعادو صهیونیسټان دې ته اړ کړل، چې د ناکامۍ د جبران په لټه کې شي او هغه څه چې نن په غزه کې روان دي، د صهیونیسټانو د دغه جنون نتیجه ده.