د فلسطین ګوندونو او ډلو د حماس ملاتړ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i143334-د_فلسطین_ګوندونو_او_ډلو_د_حماس_ملاتړ_وکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین سیاسي ډلو او ګوندونو د حماس غورځنګ په ملاتړ کولو سره ټینګار وکړ دغه غورځنګ د فلسطین د خلکو نه جلا کیدونکی برخه ده.
(last modified 2023-12-17T22:09:28+00:00 )
Dec 18, 2023 02:28 Asia/Kabul
  • د فلسطین ګوندونو او ډلو د حماس ملاتړ وکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین سیاسي ډلو او ګوندونو د حماس غورځنګ په ملاتړ کولو سره ټینګار وکړ دغه غورځنګ د فلسطین د خلکو نه جلا کیدونکی برخه ده.

د فلسطین سیاسي ډلو او ګوندونو په یوې بیانیې کښې وویل مونږ په حماس غورځنګ او هغو ټولو ولسي ډلو چې د صهیونیسټ نیواکګرانو د وحشاینه حملو په مقابل کښې دریدلي دي افتخار کوو.

دغو فلسطیني سیاسي ګوندونو او ډلو په خپلې بیانیې کښې ټینګار وکړ له جنګ څخه وروسته د فلسطینیانو د بریالیتوب ورځ ده چې ددوې په اتحاد او پایدارۍ سره لاس ته راځي او دغه خلک دي چې د نورو هیوادونو له دیکته کولو پرته خپل مشران انتخابوي.