حماس غورځنګ اسرائیلو ته سخت تلفات اړولي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i144472-حماس_غورځنګ_اسرائیلو_ته_سخت_تلفات_اړولي_دي
فارس خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو سرچینو راپور ورکړ په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې په غزې کښې په دوو جلا جلا حملو کښې د اسرائیلو نهه افسران او عسکر وژل شوي او څو نور ژوبل شوي هم دي.
(last modified 2024-01-08T21:45:38+00:00 )
Jan 09, 2024 02:14 Asia/Kabul
  • حماس غورځنګ اسرائیلو ته سخت تلفات اړولي دي

فارس خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو سرچینو راپور ورکړ په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې په غزې کښې په دوو جلا جلا حملو کښې د اسرائیلو نهه افسران او عسکر وژل شوي او څو نور ژوبل شوي هم دي.

د فلسطین د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام غونډ پرون خبر ورکړ چې دوې د خان یونس ښار د یوه ښوونځي دننه د صهیونیسټ پوځيانو د یوې ډلې په مینځ کښې یوه بم چاودنه کړي ده چې له کبله یې یوشمیر صهیونیسټ پوځیان مړه او ژوبل شوي دي.

د اسرائیلو سرچینو هم منلي ده چې د غزې پرضد د جنګ د پیلیدا له وخت راهسې اوس د اسرائیلو د پوځ لپاره تر ټولو سختې ورځې دي.

د اسرائیلو سرچینو وویل یوه حمله په ټرک کښې د مهماتو په چاودیدا سره وشوه او له کبله یې څو اسرائیلي عسکر مړه او ژوبل شول.

دوهمه حمله هم د غزې تړانګې په جنوب کښې په یوې ودانۍ باندې د هوان ګولې په حملې سره چې هلته د صهیونیسټ رژیم عسکر پټ وو شوي ده.

صهیونیسټي سرچینو وویل د اسرائیلو د «ګولاني» لیوا یو عسکر هم د زړه د دریدا له کبله مړه شو.

د اسرائیلو دغه عسکر له غزې څخه ستنیدا وروسته چې کله ولیدل ملګري عسکر یې وژل شوي دي نو د زړه د دریدا له کبله مړ شو.

دغه راز د حماس غورځنګ القسام غونډ پرون په دوشنبې ورځ وویل په «البریج »کیمپ کښې د صهیونیسټ رژیم د یوه بندي د ازادولو لپاره د صهیونیسټ رژیم د ځانګړیو ځواکونو د یوې ډلې هڅه یې ناکامه کړي ده.