په غزې تړانګه کښې جنګ ډیر پیچلی دی
د فلسطین سما خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم د پوځ لوی درستیز« هرتزی هالوی» د فلسطین په غزې تړانګه کښې د جنګ د پیچلتیا خبر ورکړ.
هغه وویل په پیچلي سیمه کښې جنګ د ځمکې لاندې او د ځمکې د پاسه ترسره کیږي او د فلسطین ځواکونه له مخکې وخت راهسې په منظم ډول د جنګ لپاره چمتو شوي دي.
د اسرائیلو رژیم د پوځ لوی درستیز په دې خبرې سره چې په غزې تړانګه کښې به جنګ اوږد وي ادعا وکړه په نهایت کښې به د دغه جنګ نتیجې ښې وي.
په عین حال کښې د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر «بنیامین نتانیاهو» ادعا وکړه د فلسطین له اسلامي مقاومت غورځنګ حماس سره جنګ دوام لري خو اسرائیل د غزې تړانګې د ملکي وګړو په کډوالولو سره د غزې په دائمي ډول د نیواک اراده نلري.
په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژيم د پوځ حملې تراوسه د نړۍ او د سیمې د هیوادونو له سخت غبرګون سره مخامخ شوي دي خو تراوسه د ملګروملتونو په شمول نړیوالو محکمې نه دي توانیدلي دغه حملې بندې کړي.