په غزې تړانګه کښې جنګ ډیر پیچلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i144586-په_غزې_تړانګه_کښې_جنګ_ډیر_پیچلی_دی
د فلسطین سما خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم د پوځ لوی درستیز« هرتزی هالوی» د فلسطین په غزې تړانګه کښې د جنګ د پیچلتیا خبر ورکړ.
(last modified 2024-01-11T09:23:28+00:00 )
Jan 11, 2024 08:37 Asia/Kabul
  • په غزې تړانګه کښې جنګ ډیر پیچلی دی

د فلسطین سما خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم د پوځ لوی درستیز« هرتزی هالوی» د فلسطین په غزې تړانګه کښې د جنګ د پیچلتیا خبر ورکړ.

هغه وویل په پیچلي سیمه کښې جنګ د ځمکې لاندې او د ځمکې د پاسه ترسره کیږي  او د فلسطین ځواکونه له مخکې وخت راهسې په منظم ډول د جنګ لپاره چمتو شوي دي.

د اسرائیلو رژیم د پوځ لوی درستیز په دې خبرې سره چې په غزې تړانګه کښې به  جنګ اوږد وي ادعا وکړه په نهایت کښې به د دغه جنګ نتیجې ښې وي.

په عین حال کښې د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر «بنیامین نتانیاهو» ادعا وکړه د فلسطین له اسلامي مقاومت غورځنګ حماس سره جنګ دوام لري خو اسرائیل د غزې تړانګې د ملکي وګړو په کډوالولو  سره د غزې په دائمي ډول د نیواک اراده نلري.

په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژيم د پوځ حملې تراوسه د نړۍ او د سیمې د هیوادونو له سخت غبرګون سره مخامخ شوي دي خو تراوسه د ملګروملتونو په شمول نړیوالو محکمې نه دي توانیدلي دغه حملې بندې کړي.

Image Caption