د فلسطین ملاتړو په هیګ ښار کښې غونډه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i144612-د_فلسطین_ملاتړو_په_هیګ_ښار_کښې_غونډه_وکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی په غزې تړانګه کښې د فلسطین د نسل کشۍ په علت د انصاف په نړیوالې محکمې کښې د صهونیسټ اپارټایډ رژیم څخه د جنوبي افریقا د شکایت په دوسیې باندې د غور له پیلیدا سره په یووخت د فلسطین یوشمیر پلویانو د دغه محکمې د ودانۍ مخ ته غونډه وکړه.
(last modified 2024-01-11T09:22:32+00:00 )
Jan 11, 2024 12:35 Asia/Kabul
  • د فلسطین ملاتړو په هیګ ښار کښې غونډه وکړه

زمونږ خبریال راپور راکړی په غزې تړانګه کښې د فلسطین د نسل کشۍ په علت د انصاف په نړیوالې محکمې کښې د صهونیسټ اپارټایډ رژیم څخه د جنوبي افریقا د شکایت په دوسیې باندې د غور له پیلیدا سره په یووخت د فلسطین یوشمیر پلویانو د دغه محکمې د ودانۍ مخ ته غونډه وکړه.

د فلسطین یوشمیر پلویانو د هالینډ په هیګ ښار کښې د انصاف د نړیوالې محکمې مخ ته په راغونډیدا سره په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم  د حملو د بندیدا ، په غزې تړانګه کښې د سمدستي اوربند او په دغه تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د جنګي جنایتونو د غندلو غوښتنه وکړه.

په عین حال کښې د فلسطین د پلوي یهودیانو د ټولنې غړیو د جنوبي افریقا په پلازمینې کیپ ټاون کښې د هالینډ په هیګ ښار کښې د انصاف په نړیوالې محکمې کښې له صهیونیسټ اپارتایډ رژیم څخه د جنوبي افریقا د شکایت په دوسیې باندې د غور په درشل کښې  مظاهرې وکړې او په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژيم د حملو او د جنایتونو د بندیدا او په دغه سیمه کښې د اوربند او د فلسطین د ځمکو د خوشي کولو غوښتنه وکړه.