نتانیاهوپه مختلفوزمینوکې ښاغلې بایلونکې دې
هارتز په اسرایلو کې وروستي اقتصادي خبرونه ویرونکي وبلل او ټینګار یې وکړ چې نتانیاهو نشي کولی په سختو شرایطو کې نیول شوې سیمې اداره کړي.
صهیونیسټی هاارتص ورځپاڼی راپور ورکړ د صهیونیسټی رژیم لومړی وزیر د غزې او لبنان په شخړو او د دغه رژیم د هدفونو په تحقق او حتی په نیواکي سیمو کښې د اقتصادی بحران په مدیریت کښې ناکامه شوی دی .
د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، د صهیونیسټي هارتز ورځپاڼې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو په مختلفو برخو کې ښاغلې بایلونکې وباله او لیکلي یې دي چې د غزې له جګړې له سلو ورځو وروسته بایدد اسرائیلود کابینې لومړیتوب له غزې د اسرائیلي بندیانو ازادول حتی د اوربند او یا له فلسطیني بندیانو سره د تبادلې له لارې وي ،خو اسرائیلي پوځ په غزه کې بند پاتې دی او په رسنیو کې د اصطلاحاتو بدلول دا حقیقت نه بدلوي.
هارتز لیکي چې په غزه کې د پوځ د پاتې کیدو لامل د لوی درستیز او د هغه د مشرانو کړنه ده چې په سیاسي سطحه د رقیبانو په منځ کې راګیر دي چې خپل ظرفیت یې له لاسه ورکړی او د نړیوال اعتبار کچه یې مخ په کمیدو ده. . د داخلي بې باورۍ او د نړیوال ډیپلوماټیک اعتبار د کمښت او د یوه ناکام او دوکه شوي ولسمشر د بې کفایته کابینې په سیوري کې، د جګړې اهداف په بشپړه توګه نه شي تر لاسه کېدای.
هارتز په اسرایلو کې وروستي اقتصادي خبرونه ویرونکي وبلل او ټینګار یې وکړ چې نتانیاهو نشي کولی په سختو شرایطو کې نیول شوې سیمې اداره کړي.
هارتز زیاته کړه چې نتانیاهو د اسراییلو لپاره د سترې امنیتي ناکامۍ مسؤل دی او چمتو دی چې د خپل ایتلاف د ساتلو لپاره د اسراییلو او راتلونکو نسلونو ژوند تباه کړي.