له اسرائیلو نیواکګر رژیم څخه د لویدیځو هیوادونو نوي ملاتړونه:-
په داسې حال کښې چې صهیونیسټ رژیم هماغه راز د غزې تړانګې د وسیدونکو فلسطینیانو وژلې ته دوام ورکوي لویدیځو هیوادونو هم له اسرائیلو خپلو ملاتړونو ته دوام ورکړی او اروپايي هیوادونه د ټولو بشر دوستانه ادعاګانو په اپوټه اسرائیلو ته په دغه جنګ او وژلې کښې وسلې ورکوي.
په دې زمینه کښې د جرمني حکومت وویل په دفاع او خارجه وزارتونو کښې له اړونده ادارو څخه یې صهیونیسټ رژیم ته د توپونو د استولو لومړنۍ تائیدیه ترلاسه کړي ده.
«اشپیګل» مجلې د خبرو سرچینو په قول ولیکل: جرمني د اسرائیلو شاوخوا په ټولو سیمه ئیزو جنګ ډګرونو کښې له تل اویو څخه ملاتړ او په غزې تړانګه کښې د جنګ د دوام لپاره د صهیونیسټ رژیم د پوځ د اړتیاوړ د توپونو د تجهیزاتو او د مهماتو په تامینولو د غور په حال کښې ده.
په تیرو میاشتو کښې اسرائیلو ته د جرمني د پوځي تجهیزاتو د صادراتو لایسنسونه او د فلسطینیانو پرضد د اسرائیلو د حملو زیاتوالی لس برابره شوی دی او برلین د دغو لایسنسونو صادرول خپل لومړیتوب ګرځولی دی.
جرمني په داسې حال کښې په اسرائیلو د وسلو خرڅول لومړیتوب ګرځولی دی چې د اسرائیلو په بمباریو او بریدونو کښې هره ورځ په لسګونو فلسطینیان شهیدان او ژوبلیږي.
په تیرو سلو ورځو کښې د غزې د شهیدانو شمیر زیات شوی او څه د پاسه څلرویشت زرو ته رسیدلی دی.
دا په داسې حال کښې دي چې د فلسطین د غزې تړانګې شرایط ډیر کړکیچن دي.
په دې زمینه کښې د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او وویل: د غزې تړانګې پینځلس فیصده وسیدونکي له غمیزې او سختې لوږې سره مخامخ دي.
د فلسطین لس لکه ښاریز کډوال شوي دي او ډیرې ماشومان او ښځې له غمیزې ډک حالت لري.
په دغو شرایطو کښې او په داسې حال کښې چې د نړۍ ډیر هیوادونه د غزې تړانګې د وسیدونکو پرضد د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو د غندلو او د غزې وسیدونکو ته د مرستو د رسولو لپاره د لارې د رامینځته کولو لپاره د سولې د ټینګیدا لپاره د هڅې په حال کښې دي د جرمني په شمول لویدیځ هیوادونه په ښکاره ډول نه یوازې د صهیونیسټ رژيم ملګرتیا کوي بلکې دغه رژیم په وسلو هم سمبالوي.
لویدیځو هیوادونو دغه راز په هیګ کښې د انصاف په نړیوالې محکمې باندې د دباو راوړل هم پیل کړي دي.
د غزې د خلکو پرضد د اسرائیلو په جنایتونو باندې د غور کولو دوسیه تیره اونۍ په رسمي ډول د انصاف په نړیوالې محکمې کښې پرانیستل شوه او د نړۍ ډیرو هیوادونو له اسرائیلو د جنوبي افریقا د شکایت او په غزې کښې په نسل کشۍ باندې د صهیونیسټ رژیم د تورنولو ملاتړ وکړ.
دغه موضوع سبب شوي ده تراوسه لویدیځو هیوادونو نه یوازې اسرائیل په وسلو سمبال کړ بلکې له دغه رژیم څخه یې خپل سیاسي ملاتړونه هم زیات کړي دي.
په ملګروملتونو کښې د روسیې د استازي مرستیال «دیمیتري پولیانسکي» وویل د غزې جنګ د لویدیځو هیوادونو دوه ګوڼه کړچار ښکاره کړ او هغوې حتی جرات نلري د اسرائیلو اقدامات په کوم ډول چې دي نوم واخلي.
د جرمني حکومت په رسمي ډول په غزې کښې د صهیونیسټ رژيم د نسل کشۍ په هکله شکایت رد کړ او ویې ویل چمتو ده د نولس سوه اته څلویښتم میلادي کال د نسل کشۍ له کنونشن څخه د استفادې په هکله د دریمګړي په توګه د انصاف د نړیوالې محکمې په غونډو کښې په ګډون کولو سره شفاف سازۍ وکړي.
په حقیقت کښې د نړیوالې ټولنې او د نړۍ د ډیرو هیوادونو لخوا د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو غندل او د انصاف په نړیوالې محکمې کښې د فلسطینیانو پرضد د خپلو جنایتونو په توجیه کښې د تل اویو ناکامۍ سبب شوي ده چې همدا اوس لویدیځ هیوادونه له مخکې څخه زیات د صهیونیسټ رژیم د ملاتړ هڅه وکړي په دې ډول چې د بریتانیا خارجه وزیر ډیویډ کامرون پرون د انصاف د نړیوالې محکمې له لوی څارنوال «کریم خان» سره کتنه وکړه.
د بریتانیا د خارجه وزیر مرستیال« طارق احمد» په دې زمینه کښې وویل خارجه وزیر ډیویډ کامرون او ما د انصاف د نړیوالې محکمې له لوی څارنوال« کریم خان» سره کتنه وکړه.
په حقیقت کښې لویدیځ هیوادونه په تیره بیا جرمني او بریتانیا هڅه کوي په مشورې سره او د انصاف په نړیوالې محکمې باندې د دباو په راوړلو سره د دغه محکمې په راې او د صهیونیسټ رژیم په جنایتونو باندې د غور په غونډو باندې اغیز وشیندي.
دا په داسې حال کښې دي چې د انصاف د نړیوالې محکمې لوی څارنوال «کریم خان» څه موده مخکې په «ګارډین» ورځپاڼې کښې په یوې مقالې کښې ولیکل: اسرائیل له حماس سره د جنګ په مقابل کښې روښانه ژمنې لري او په دوې کښې نه یوازې اخلاقي ژمنې بلکې قانوني ژمنې هم شاملې دي.
دغه قوانین په واضح ډول د جینیوا په کنونشن او د روم په منشور کښې مشخص شوي دي.
لویدیځ هیوادونه په خپلو دوه ګوڼه دریځونو کښې له ټولو بشر دوستانه شعارونو ورهاخوا له یوې خوا د بشریت خبره کوي او له بلې خوا د اسرائیلو رژیم پیاوړی کوي او د تل اویو د دریځونو دفاع کوي.
داسې ښکاري چې لویدیځ هیوادونه له مخکې څخه زیات د فلسطینیانو پرضد د اسرائیلو په جنایتونو کښې شریک دي.