غزې تړانګه د نیواکګرو اسرائیلو په هدیرې بدله شوي ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i145198-غزې_تړانګه_د_نیواکګرو_اسرائیلو_په_هدیرې_بدله_شوي_ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر غړي « عزت الرشق» د قدس د نیواکګر رژیم د څلرویشتو پوځیانو هلاکت ته په اشارې سره وویل د جنګ له لومړیو څخه مو ویلي وو چې غزې تړانګه به د نیواکګرانو په هدیرې بدله شي.
(last modified 2024-01-23T21:24:28+00:00 )
Jan 24, 2024 01:49 Asia/Kabul
  • غزې تړانګه د نیواکګرو اسرائیلو په هدیرې بدله شوي ده

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر غړي « عزت الرشق» د قدس د نیواکګر رژیم د څلرویشتو پوځیانو هلاکت ته په اشارې سره وویل د جنګ له لومړیو څخه مو ویلي وو چې غزې تړانګه به د نیواکګرانو په هدیرې بدله شي.

الرشق په دې خبرې سره چې صهیونیسټ نیواکګران د غزې تړانګې په جنګ کښې خپل هیڅ هدف ته ونه رسیدل زیاته کړه د دغه جنګ نتیجه له اول ورځې څخه لیکل شوي وه.

عزت الرشق دغه څرګندونې له دې وروسته کړي دي چې د صهیونیسټ رژیم پوځ دغه رژیم ته د فلسطین د مقاومت ډلو د کاري ګوزار چې یوازې وړمه ورځ د څلرویشتو پوځيانو د وژل کیدا او د یوشمیر نورو د ژوبلیدا سبب شو جزیات ایشوا کړل.

د صهیونیسټ رژیم پوځ وویل د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اومه نیټه د «طوفان الاقصی» د عملیاتو له پیل راهسې ترنن ورځې پورې په تر ټولو سختې پیښې کښې په تیرې دوشنبې ورځ د اسرائیلو څلرویشت پوځیان وژل شوي او ګڼ شمیر نور ژوبل شوي هم دي.

په عین حال کښې د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام غونډ بیګا په« العماري» کیمپ کښې د تیرې دوشنبې ورځې د ترکیبي عملیاتو فیلم په اینټرنیټ باندې خپور کړی.

القسام غونډ وویل په تیرې دوشنبې ورځې مو په ترکیبي عملیاتو کښې د غزې تړانګې په مرکز کښې د العماري کیمپ په ختیځ کښې په دوو ودانیو کښې دیره د اسرائیلو په نیواکګرانو ځواکونو باندې په دوو ار پي جي وسلو سره حملې کړي دي چې یوه ګولې یې په ټانک او بله یې په یوې ودانۍ چې اسرائیلي عسکرو پکښې بمونه ښخ کړي وو ولګیدله چې له کبله یې دواړه ودانۍ ړنګې شوې او د اسرائیلو عسکر تر خاورو ښځلو لاندې شول.

القسام غونډ په دغو عملیاتو کښې د صهیونیسټ نیواکګرو عسکرو د یوې بلې ډلې له رسیدا وروسته یوه ماین چاودنه هم وکړه چې له کبله یې دغه ټول صهیونیسټي عسکر مړه او ژوبل شول.

د صهیونیسټ رژیم پوځ په رسمي ډول په دغو حملو کښې د خپلو څلرویشت پوځیانو وژله تائید کړي ده خو د اسرائیلو سرچینو ویلي دي چې د وژل شویو پوځیانو شمیر پنځوس تنه دی.

صهیونیسټ رژیم تیره دوشنبه ورځ د جنګ له پیلولو وروسته په غزې تړانګه کښې د خپلو ځواکونو لپاره تر ټولو سخته ورځ اعلان کړي ده.

د قطر د الجزیرې ټیلي ويژن د  پوځي چارو شناند برید جنرال« فایز الدویري» اټکل وکړ احتمال شته چې وړمه ورځ د حماس غورځنګ د پوځي څانګې القسام غونډ په عملیاتو کښې د اسرائیلو د وژل شویو عسکرو شمیر سل تنه وي.

هغه وویل دغه عملیات ښودنه کوي چې د القسام غونډ امنیتي او پوځي توان یوې ډیرې پرمختللي مرحلې ته رسیدلی دی.