د فلسطین مقاومت ډلو د اسرائیلو په ګاډو بریدونه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i145754-د_فلسطین_مقاومت_ډلو_د_اسرائیلو_په_ګاډو_بریدونه_کړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د پوځي څانګې شهید عزالدین القسام غونډ ویاند ابو عبیده بیګا وویل د دغه غونډ ځواکونو په تیرو ورځو کښې د نیواکګر صهیونیسټ رژیم په درې څلویښت پوځي ګاډو بریدونه کړي دي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 05, 2024 00:50 Asia/Kabul
  • د فلسطین مقاومت ډلو د اسرائیلو په ګاډو بریدونه کړي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د پوځي څانګې شهید عزالدین القسام غونډ ویاند ابو عبیده بیګا وویل د دغه غونډ ځواکونو په تیرو ورځو کښې د نیواکګر صهیونیسټ رژیم په درې څلویښت پوځي ګاډو بریدونه کړي دي.

هغه زیاته کړه په همدې موده کښې پینځلس صهیونیسټي عسکر له صفر واټن سره د القسام غونډ د مبارزانو لخوا هلاک کړی شوي دي.

دغه غونډ پرون وویل چې د صهیونیسټ رژیم په دریو مرکاوا ټانکونو مو حملې کړي دي.

په دغو ټانکونو باندې د غزې ښار په جنوب لویدیځ کښې په الصناعه سیمه کښې په یاسین یوسل پینځه ډوله ټانک ضد توغندیو سره بریدونه ترسره شوي دي.

بلې خوا د فلسطین د القدس غونډ او د ابو علي المصطفی غونډ هم بیګا د ویډیوګانو په خپرولو سره د نیواکي فلسطین په ښارونو باندې د حملو خبر ورکړ.

د فلسطین د مقاومت دغو ډلو د نیواکي فلسطین په ښارونو باندې د توغندیو  حملو د فیلمونو په خپرولو سره وویل دغه بریدونه د فلسطین د ملت پرضد د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته  په ځواب ویلو کښې ترسره شوي دي.