د آنروا ادارې ړنګیدا له اخلاقي او امنیتی نظره تیروتنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i145854-د_آنروا_ادارې_ړنګیدا_له_اخلاقي_او_امنیتی_نظره_تیروتنه_ده
د آنروا ادارې د ړنګولو پشمول  خطرناکې لیدتوګې د فلسطینیو کډوالو د قیضیې د هیرولو  او د نړیوالې ټولنې لپاره د هرډول  مسئولیت پاي ته درسولو لپاره  د یوې سریزې په توګه  د اسرائيلو د افراط پالو  بهیرونو د هیلو په لړ کې  دي.
(last modified 2024-02-07T02:49:49+00:00 )
Feb 07, 2024 04:47 Asia/Kabul
  • د آنروا ادارې ړنګیدا له اخلاقي او امنیتی نظره تیروتنه ده

د آنروا ادارې د ړنګولو پشمول  خطرناکې لیدتوګې د فلسطینیو کډوالو د قیضیې د هیرولو  او د نړیوالې ټولنې لپاره د هرډول  مسئولیت پاي ته درسولو لپاره  د یوې سریزې په توګه  د اسرائيلو د افراط پالو  بهیرونو د هیلو په لړ کې  دي.

زمونږخبریال د مصر الشروق  له قوله راپور راکړ،د عربی اتحادئې عمومی منشي احمد ابوالغیظ په یولړ څرګندونو کې ووئيلو د فلسطین دکډوالو لپاره د ملګروملتو د مرستندویه ادارې آنروا د ړنګولو لپاره د ځینو هیوادونو هڅه ، د انساني او اخلاقي نظره  د یوه تیروتي دریځ ښودنه ګڼل کیږي  او  له امنیتی پلوه هم یوه غلطي ده.

ابوالغیظ زیاته کړې ده ، د آنروا ادارې د ړنګولو پشمول  خطرناکې لیدتوګې د فلسطینیو کډوالو د قیضیې د هیرولو  او د نړیوالې ټولنې لپاره د هرډول  مسئولیت پاي ته درسولو لپاره  د یوې سریزې په توګه  د اسرائيلو د افراط پالو  بهیرونو د هیلو په لړ کې  دي.

دعربی اتحادئې  عمومی منشي  په عین ح ال کې  د اروپائي اتحادئې د  مسئول جوزف بورل او دهغو هیوادونو د دریځونو  چې په اوسنیو حساسو شرائطو کې  د آنروا ادارې د هدفمنې خرابونې  اطاعت ئې نه دی  کړی ، قدرونه وکړه.

هغه ددې خبرې په کولو سره چې دوه نیم لکه ماشومان د آنروا ادارې  په ښونځيو کې  زده کړې کوي او څه دپاسه  نهه لکه فلسطینيان په غزې تړانګې کې  دآنروا  خوراکي مرستې ترلاسه کوي، روښانه کړه،د د فرانسې د پخوانۍ خارجه  وزیرې کاترینهکلونا په مشرۍ د آنروا  ادارې په باب د بیا کتنې  خپلواکه کمیشن  له خوا د هراړخیزو څيړنو نتیجې  ته له رسیدا مخکې دې  په دې زمینې کې له  هرډول وارمخکې قضاؤت  څخه ډډه وشي. او هغه هیوادونه چې له آنروا سره د مرستو د غوڅولو وارمخکې اقدام کړی دی ،له انساني او اخلاقي پلوه دې پر خپلو دریځونو بیا کتنه وکړي.