د غزې په سویل کې ۱۱ صهیونیسټي پوځیان په هلاکت ورسېدل
نن سهار خبري سرچینو خبر ورکړ چې د غزې په سویل او په خان یونس کې د فلسطین د مقاومتي ځواکونو په کمین کې ۱۱ صهیونیسټي پوځیان په هلاکت ورسېدل.
غیر رسمي صهیونیسټي سرچینو خبر ورکړی چې د دغه رژیم د پوځ ویاند دانیل هاګري نن په خان یونس کې د یو شمېر اسرائیلي پوځیانو د وژل کیدو په هکله راپور وړاندې کوي.
بل خبر دا چې د لبنان حزب الله د یکشنبې په ورځ له لبنان سره پر پوله، د اسرائیلي پوځیانو او تاسیساتو پر ضد د څلورو بریدونو خبر ورکړ.
حزب الله په یوه بیانیه کې اعلان وکړ: په شعبا کې د رویسات العلم اډه او قبضه شوي فارمونو کې یې د نیواکګرو د پوځ جاسوسي تجهیزات په بریالیتوب سره په نښه کړل.
د مقاومت دغې ډلې هم په یوه بله بیانیه کې اعلان وکړ چې د « مثلث الطیحات » په پوله کې یې د اسرائیلي يوځیانو پر یوې ډلې حمله او یو شمېر یې مړه او ژوبل کړي دي. همداراز د « العباد » په سرحدي نقطه کې هم د اسرائیلي پوځ د جاسوسۍ وسایل په دقیق ډول په نښه شوي دي.
خو په څلورم عملیاتو کې د حزب الله ځواکونو د «جبل نذر» په سرحدي نقطه کې یو شمېر اسرائیلي پوځیان په نښه کړل.