عربستان، اردن او امارات له اسرائیلو سره مرسته کوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i146106-عربستان_اردن_او_امارات_له_اسرائیلو_سره_مرسته_کوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د عربي نړۍ مشهور شناندي او خبریال «عبدالباري عطوان» له کلابندۍ څخه د صهیونیسټ رژیم د ژغورلو لپاره د دریو عربو هیوادونو لخوا حیفا بندر ته د دوبۍ د کوریډور د خلاصولو ته په اشارې سره په دغه موضوع سخته نیوکه وکړه.
(last modified 2024-02-13T02:45:56+00:00 )
Feb 13, 2024 04:08 Asia/Kabul
  • عربستان، اردن او امارات له اسرائیلو سره مرسته کوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د عربي نړۍ مشهور شناندي او خبریال «عبدالباري عطوان» له کلابندۍ څخه د صهیونیسټ رژیم د ژغورلو لپاره د دریو عربو هیوادونو لخوا حیفا بندر ته د دوبۍ د کوریډور د خلاصولو ته په اشارې سره په دغه موضوع سخته نیوکه وکړه.

هغه په «رای الیوم» ورځپاڼه کښې په یوې مقالې کښې د یمن د پوځ لخفلوا له اعمال شوي سمندري کلابندۍ سره د مقابلې لپاره له صهیونیسټ رژیم سره د مرستې لپاره د دریو عربو هیوادونو اقدام ته په اشارې سره ولیکل په داسې شرایطو کښې چې د یمن وروڼه د اسرائیلو د کشتیانو پرمخ د باب المندب اوبلارې او د سره سمندر د تړلو په وجه درانه مالي او انساني تاوانونه ورکوي او په یمن باندې د امریکا او د اسرائیلو لخوا بریدونه کیږي د متحده عربي اماراتو ، د سعودي عربستان او د اردن په شان ځینې عرب هیوادونه د دوبۍ او د حیفا د ځمکې د لارې په پرانیستلو سره صهیونیسټ رژیم ته تازه خوراکونه او شیان په کمه بیه رسوي.

عبدالباري عطوان وویل دا په داسې حال کښې دي هغو عربو هیوادونو  چې دغه ځمکنۍ کوریډور ترې تیریږي کامله چوپتیا غوره کړي ده او هغوې په غزې تړانګه کښې له نژادي پاکونې او  وژلې سره غږمله او له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو د شرمونکي او د خطرناک اقدام  لپاره د پلمو د لټولو او د توجیه د پیدا کولو هڅه کوي.

 د صهیونیسټ رژیم رسنیو له دغه کوریډور څخه د سلګونو ټرکونو د تیریدا عکسونه خپاره کړي او هغه څه یې چې عربستان، اردن او متحده عربي اماراتو له خپلو ملتونو څخه اسرائیلو ته د مرستو د پټ ساتلو هڅه کړي ده ایشوا کړي دي.

څو ورځې مخکې د صهیونیسټ رژيم دیارلسم ټیلي ويژن چینل د تازه خواړو او د شیانو د سلو ټرکونو اسرائیلو ته د ورتلو خبر خپور کړی او د عربستان د اردن او د متحده عربي اماراتو دغه اقدام د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو د وینې په بهولو او ډله ئیزې وژلې کښې د دغو دریو عربو هیوادونو نیغ په نیغه یا غیر مستقیم ډول د ګډون ښودنه کوي.

د عربي دنیا دغه مشهور خبریال عبدالباري عطوان دغه راز د دوبۍ او د حیفا کوریډور د فلسطین په غزې تړانګه کښې د شهیدانو ، د ماشومانو ، د ښځو او د بوډاګانو د وینې تر پښو لاندې کول وبلل کوم چې د اسلامي امت د کرامت او په نیواکي قدس کښې د اسلامي او د عربي هویت ساتونکي دي.