په سره سمندرګي کې دامریکا اوانګلستان د جنګ غوښتنو دوام نتیجې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i146252-په_سره_سمندرګي_کې_دامریکا_اوانګلستان_د_جنګ_غوښتنو_دوام_نتیجې
په ملګرو ملتو کښې د روسیې د دایمی استازی لومړی مرستیال دیمیتری پولیانسکی د یمن په هکله د ملګرو ملتو د امنیت شورا په غونډه کښې وویل: په سیمه کښې د اوسنی بحران اصلی علت په غزه کښې د اسرائیلو وحشیانه پوځی عملیات دی.
(last modified 2024-02-15T08:32:34+00:00 )
Feb 15, 2024 12:58 Asia/Kabul
  • په سره سمندرګي کې دامریکا اوانګلستان د جنګ غوښتنو دوام نتیجې

په ملګرو ملتو کښې د روسیې د دایمی استازی لومړی مرستیال دیمیتری پولیانسکی د یمن په هکله د ملګرو ملتو د امنیت شورا په غونډه کښې وویل: په سیمه کښې د اوسنی بحران اصلی علت په غزه کښې د اسرائیلو وحشیانه پوځی عملیات دی.

 

د ملګروملتونو د امنیت شورا د غړیو له اعتراضونو او خبرداریو سره سره امریکا او انګلستان په سور سمندرګي کښې د کړکیچ او جګړې رامینځته کولو ته دوام ورکوي.

امریکايي او برتانوي جنګی الوتکو د فبرورۍ په ۱۴مه  د یمن د لویدیځ د الحدیده ولایت په جنوب کې د «بیت الفقیه» په سیمه کې د «الجاح» د مثلث په جنوب کې  دوه بریدونه وکړل.

  د «الحدیده» ولایت د «الصلیف» ولسوالۍ په «الجبانه» او «راس عیسی» سیمې د امریکایی او برتانوی الوتکو له خوا په څو پړاونو کې حملې وشوې .

په ملګرو ملتو کښې د روسیې د دایمی استازی لومړی مرستیال دیمیتری پولیانسکی د یمن په هکله د ملګرو ملتو د امنیت شورا په غونډه کښې وویل: په سیمه کښې د اوسنی بحران اصلی علت په غزه کښې د اسرائیلو وحشیانه پوځی عملیات دی.

د یمن په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي "هانس ګروندبرګ" هم په دې سیمه او په ځانګړې توګه د سره سمندرګي د شخړو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

دامریکا او انګلیس د جنګی الوتکو دغه حملې په صهیونیسټ رژیم د یمن د لګول شوی سمندری محاصرې د ختمولو لپاره د دباو اچولو په هدف ترسره کیږی .

  د یمن پوځ په دې وروستیو اونیو کښې په غزې کښې د فلسطینی ملت له مقاومت په ملاتړ کښې د صهیونیسټی رژیم  په یوشمیر بیړیو یا هغو کشتیوچی  د صهیونیسټی رژیم د نیواکګرو سیمو په لور روانې  وې ، په سور سمندرګی او باب المندب تنګی کښې حملې کړي دي .

د یمن پوځ ژمنه کړې، تر څو چې اسرائیلي رژیم پر غزې خپل بریدونه بند نه کړي، د دغه رژیم پر کښتیو او یا په سور سمندرګي کې د نیواکي  سیمو لپاره پر تلونکو کښتیو به بریدونه کوي.

د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له ۷ نیټې راهسې صهیونیسټی رژیم د لویدیځو هیوادونو په بشپړ ملاتړ سره د غزې په تړانګه او لویدیځه غاړه کښې د فلسطین د بې دفاع او مظلومو ولسونو په خلاف پراخ قتل عام پیل کړی او د اسرائیلو د جنایتونو په وړاندې د نړیوالې ټولنې او بشری  حقوقو اورګانونو چوپتیا د  فلسطیني ماشومانو او ښځو د وژلې د دوام سبب شوی دی .

په وروستیو ورځو کښې امریکا او د هغی دایمی ملګری انګلستان د سیمې د هیوادونو له مخالفت او په لویدیځ کښې د سیاسی فعالانو او د صلحې د ملاتړو ډلو له غبرګون سره سره په سور سمندر کښې او د یمن د حکومت پرضد خپلو کړکیچونو ته دوام ورکوی .

په دې شرایطو کښې  هم د یمن پوځ او  هم د «انصار الله غورځنګ» ولسی ځواکونو دواړو ټینګار کړی دی چې په غزه کښې به د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو اونسل وژنې  په وړاندې چوپه خوله پاتې نشی او په سیمه کې به  د امریکا او لویدیځو پوځی هدفونو پرضد حملې وکړی..

د یمن د انصارالله د سیاسی دفتر غړی«محمد البخیتی» امریکایی چارواکو ته خبرداری ورکړ چې یمن د اوږد واټن ویشتونکی سمندری توغندی لری چې د یمن له هرې برخې ویشتلی او خپلو هدفونو ته رسیدلای شی ،د تیری ګرو هیوادونو ایتلاف د یمن د پوځی حیرانتیاو په لیدو سره مودې مودې مخکې پوهه  شوي دي نور یی  په سیمه کی لاسونه خلاص نه دی. دوی په سیمه او په خپلو مقابلو کې  یی د یمن د پوځ د وړتیاوو د پراختیا احساس وکړ او حاضر دمه هم  د دې عملیاتو په ترسره کولو کې د یمن د پوځی ځواکونو د ستر بریالیتوب شاهدان یو.

د امریکايي چارواکو د غلط فهمۍ په مقابل کې، د مقاومت د ډلو او په سیمه کې د خپلواکو هېوادونو د پوځي ځواکونو له وړتیاوو په استفادې سره، د امریکايي اډو او جنګي بېړیو د مقابلې او حملې لپاره له پرمختللو پوځي تجهیزاتو او تکتیکونو کار اخلي چې د یرغلګرو د بی وسئ او حیرانتیا  او د متقابل  ځواب ورکولو  توان  یی کمزوری کړی دی .

دا ځل په سیمه کې د امریکايي او برتانوي جنګ غوښتنو لمن د مقاومت د ډلو له همغږي غبرګون سره  مخا مخ شوې او په فلسطین، لبنان، عراق او یمن کې د مقاومت ځواکونو د امریکايي پوځیانو جنګ غواړو اقداماتو  په وړاندې پراخ غبرګون ښودلی دی.

په سیمه کې نوي بدلونونه ښیي چې د دغو جنګ غوښتنو  دوام به د امریکا پوځ ته پراخې اقتصادي پایلې او انساني زیانونه ورسوي او د مقاومت ځواکونه به د اړتیا په صورت کې داسې عمل  وکړي چې د امریکا پوځي اډې به د ځان لپاره  د لاس رسي وړ هدفونه بدلې کړي.