د فلسطین د حماس غورځنګ ټونلونه سالم پاتې دي
زمونږ خبریال راپور راکړی «نیویارک ټایمز» ورځپاڼې د امریکا د چارواکو په قول په یوه راپور کښې وویل په غزې تړانګه کې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د ځمکې لاندې د ټونلونو ستره برخه سالمه پاتې ده.
دا په داسې حال کښې دي چې د صهیونیسټ رژیم چارواکو په ځلونو ادعا کړي وه په غزې تړانګه کښې د فلسطین د حماس غورځنګ اکثره ټونلونه وران شوي او له مینځه تللي دي.
د حماس غورځنګ په شمول د فلسطین مقاومت ډلې له دغو ټونلونو څخه له صهیونیسټ رژيم سره د مبارزې لپاره استفاده کوي او د غزې د جنګ په بهیر کښې چې د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې څخه تراوسه دوام لري د فلسطین مقاومت ډلو له دغو ټونلونو څخه د صهیونیسټ رژيم د عسکرو او ټانکونو او مرکزونو پرضد زیات عملیات ترسره کړي دي او دغه رژیم یې له پښو غورځولی دی.
په همدې لړ کښې المیادین ټیلي ويژن د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په قول وویل د امریکا چارواکو ادعا کړي ده په غزې تړانګه کښې د حماس غورځنګ د ټونلونو ستره برخه اوس سالمه پاتې ده.
نیویارک ټایمز د دغه راپور په دوام کښې وویل اسرائیل د حماس غورځنګ د پوځي ظرفیت د له مینځه وړلو لپاره خپل هدف ته نشي رسیدلی او د حماس غورځنګ کابو څلور زره جنګیالي د غزې تړانګې په شمال کښې موجود دي.
په همدې زمینه کښې مخکې وال سټریټ جورنال ورځپاڼې هم د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د چارواکو په قول لیکلي وو د فلسطین د حماس غورځنګ اتیا فیصده ټونلونه د کابو څلور میاشتې جنګونو او د صهیونیسټ رژيم له پراخو حملو وروسته تراوسه سالم او لاس نه خوړلي پاتې دي.