د "الهباریه" جنایت به بې ځوابه پاتې نه شي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i148252-د_الهباریه_جنایت_به_بې_ځوابه_پاتې_نه_شي
د لبنان حزب الله د لبنان په سویل کې د «الهباریه» ښارګوټي په بمبارۍ کې د صهیونیسټي رژیم جنایت ته پر قاطع ځواب ورکولو ټینګار وکړ.
(last modified 2024-03-27T04:31:16+00:00 )
Mar 27, 2024 08:56 Asia/Kabul
  • د

د لبنان حزب الله د لبنان په سویل کې د «الهباریه» ښارګوټي په بمبارۍ کې د صهیونیسټي رژیم جنایت ته پر قاطع ځواب ورکولو ټینګار وکړ.

نن سهار د لبنان په سویل کې په «الهباریه» ښارګوټي کې پر طبي او امدادي مرکز باندې د صهیونیسټي رژیم په هوایي برید کې، ۷ تنه لبنانیان شهیدان او یوشمېر نور ژوبل شول.

د ایسنا خبري آژانس د خبر له مخې، د لبنان د ژغورنې ټولنې هم د الهباريه طبي مرکز د بمبارۍ په غبرګون کې، له لبناني چارواکو وغوښتل چې په نړيوالو محکمو کې د مجرمينو د محاکمه کولو لپاره لازم اقدامات وکړي.

د نن سهار حمله په تېرو شپږو میاشتو کې پر لبنان باندې د صهیونیسټي رژیم له سختو حملو او د الاقصی طوفان له عملیاتو او د لبنان په پولو کې د کړکېچ د زیاتېدو په لړ کې، یو له سختو حملو څخه ده.

د خبری سرچینو د خبر له مخې، په لبنان کې په ملکي خلکو د صهیونیسټي رژیم له حملو او د صهیونیسټي رژیم پر مرکزونو او اډو باندې د حزب الله له سختو توغندوي حملو وروسته، د لبنان په سویل کې نښتې زیاتې شوي دي.