د لبنان حزب الله ځواکونو په اسرائیلو برید وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i148906-د_لبنان_حزب_الله_ځواکونو_په_اسرائیلو_برید_وکړ
مهر خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د حزب الله ځواکونو په نیواکي فلسطین کښې په څو توغندیو سره د صهیونیسټ رژیم په مورچو بریدونه وکړل.
(last modified 2024-05-25T04:08:55+00:00 )
May 25, 2024 08:37 Asia/Kabul
  • د لبنان حزب الله ځواکونو په اسرائیلو برید وکړ

مهر خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د حزب الله ځواکونو په نیواکي فلسطین کښې په څو توغندیو سره د صهیونیسټ رژیم په مورچو بریدونه وکړل.

د لبنان له جنوب څخه شل توغندي د نیواکي فلسطین په شمال کښې په پراتو صهیونیسټ میشته ښارګیو باندې شل توغندي وویشتل شول.

د اسرائیلو رسنیو هم په دې خبرې سره چې ځینې توغندي په «دوقیف» او «المناره» صهیونیسټ میشته ښارګیو باندې لګیدلي دي او اعتراف یې وکړ چې دغه حملې تاوانونه رسولي دي.

د لبنان د حزب الله دغه بریدونه  د صهیونیسټ رژیم د پوځ د دافع هوا سیسټمونو د فعالیدا سبب شول.

د اسرائیلو د توغندوي ضد سیسټمونو له فعالیدا سره سره خبري سرچینو په ښارګیو باندې د توغندیو د لګیدا خبر ورکړ.

له بلې خوا د لبنان د  حزب الله د اطلاعاتو ادارې وویل په غزې کښې د فلسطین د پایداره ملت او د مقاومت ډلو د ملاتړ په لړ کښې زمونږ مبارزانو په «بیت هلل» اډې کښې د صهیونیسټ رژیم  اوه سوه نهه شپیتمې لیوا ته اړونده د «السهل» غونډ د قومندنۍ په مرکز برید کړی او توغندي په دقیق ډول لګیدلي دي.