د یمن خلکو د فلسطینیانو په ملاتړ کښې پراخ لاریون وکړ
د یمن خلکو له غزې تړانګې د فلسطینیانو د ملاتړ په دوام کښې پراخ لاریون وکړ
د ایرنا د خبر له مخې، د یمن خلکو پرون په غزه کښې د فلسطین له خلکو په ملاتړ کښې، د پلازمینې صنعاء په السبعین میدان کښې پراخ لاریون وکړ.
د صنعاء نه علاوه د یمن په نورو ښارونو کښې هم خلکو پراخ لاریونونه وکړل او له ټولو ننګونو سره سره یې د غزې ترڅنګ د پاتې کیدو شعارونه ورکړل.
لاریون کونکو په یوې خبرپاڼې کښې په غزې، لویدیځې غاړې، لبنان او عراق کښې د مجاهدانو له اتلولیزو عملیاتو او همداشان یې د صهیونیسټانو په وړاندې د یمن د وسله والو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو او د هر ډول مقاومت ستاینه وکړه.
د یمن خلکو په دغه لاریون کښې د عرب او اسلامي هیوادونو له واکمنانو او ولسونو وغوښتل چې له فلسطینه ملاتړ وکړي او له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو د غوڅولو په شان عملي او څرګند دریځونه غوره کړي.
یمنیانو په دغه لاریون کښې همداشان په غزه کښې د فلسطین له ولسه په ملاتړ کښې د امریکايي او اروپايي پوهنتونونو د محصلینو له اعتراضونو او په رسمیت د فلسطین هیواد په پیژندلو کښې کښې د ایرلینډ، هسپانیا او ناروی د هیوادونو او همداشان له صهیونیسټي رژيم سره د خپلو اړیکو په غوڅولو کښې د جنوبي امریکې د ځینو هیوادونو د دریځونو او اقداماتو قدرونه وکړه.