د لبنان د مقاومتي ځواکونو څلور تنه قوماندانان په شهادت ورسېدل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i149344-د_لبنان_د_مقاومتي_ځواکونو_څلور_تنه_قوماندانان_په_شهادت_ورسېدل
د لبنان مقاومتي ځواکونو په یوې بیانیې کې ویلي چې د دغه هېواد په سویل کې د صهیونیسټي رژیم د هوایي بریدونو له امله د حزب الله غورځنګ څلور قوماندانان په شهادت رسېدلي دي.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Jun 12, 2024 10:43 Asia/Kabul
  • د لبنان د مقاومتي ځواکونو څلور تنه قوماندانان په شهادت ورسېدل

د لبنان مقاومتي ځواکونو په یوې بیانیې کې ویلي چې د دغه هېواد په سویل کې د صهیونیسټي رژیم د هوایي بریدونو له امله د حزب الله غورځنګ څلور قوماندانان په شهادت رسېدلي دي.

په ورته وخت کې؛ ملګرو ملتونو په رفح کې د روان وضعیت او پر دې سیمې د صهیونیسټانو د بریدونو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د لبنان په سویل او د جویا په سیمه کې د صهیونیسټي رژیم د تیریو له امله، د حزب الله غورځنګ څلور قوماندانان شهیدان شول.

د لبنان د مقاومتي ځواکونو د اعلامیې له مخې چې نن چهارشنبه خپره شوه، د شهیدانو نومونه «طالب سامي عبدالله» ملقب په «حاج ابو طالب» د حزب الله د ساحوي قوماندانانو له ډلې څخه، «محمد حسین صبرا» ملقب په «باقر»، علي سلیم صوفان ملقب  په"کمیل" او "حسین محمد حمید" ملقب په "ساجد" ښودل  شوي دي.

دغه پیښه پر دغو سیمو د صهیونیسټي پوځیانو له حملې وروسته رامنځته شوې ده.

په ورته وخت کې؛ د صهیونیسټي رژیم رسنیو اعلان کړی چې دغه رژیم دحزب الله غورځنګ د غچ له ویرې د نیول شویو سیمو په ټولو برخو کې خپل بشپړ چمتووالي نیولی دی.

 د لبنان د مقاومتي ځواکونو او صهیونیسټي رژیم ترمنځ جنګ، په روانه اونۍ کې خپل اوج ته رسېدلی دی. دوه ورځې مخکې د لبنان د حزب الله له خوا د صهیونیسټانو یوه بې پیلوټه الوتکه وویشتل شوه.

په ورته وخت کې؛ ملګري ملتونه وايي چې پر رفح د صهیونیسټي یرغل له پیله چې یوه میاشت وړاندې، چې د غزې اصلي خوندي سیمه بلل کېده، نږدې ټول بې ځایه شوي کسان له دې سیمې وتلي او کابو سل زره کسان هلته پاتې دي.

دغه سازمان د سیمې د وضعیت په اړه په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې اوس په غزه کې ۱،۷ میلیونه بې ځایه شوي شتون لري چې ډېری یې څو ځلې بې ځایه کېدو ته اړ شوي دي.

پر رفح ښار برید په داسې حال کې شوی، چې د نړۍ ډېری هېوادونو پر دغه سیمې د صهیونیسټي رژیم د حملو مخنیوی کړی وو.

خو; دغه برید له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې تر اوسه د سلګونه کسانو د شهادت لامل شوی دی.

همداراز په غزه کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو له زیاتیدو وروسته، د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش د غبرګولې په ۲۲ مه نیټه د صهیونیسټي رژیم وسله وال او امنیتي ځواکونه، د ماشومانو له حقونو څخه د سرغړونې د جنایتکارانو په کلني نړیوال لیست کې شامل کړل .

په هغه راپور کې چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي تر څارنې لاندې چمتو شوی، راغلي چې دغه رژیم پر ښوونځیو او روغتونونو په بریدونو سره، په سلګونه ماشومان وژلي او ژوبل کړي دي او د دغو جنایتونو د ختمولو لپاره د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته یې پام نه دی کړی.

ملګري ملتونه وايي، چې دا راپور مجرمینو ته یو جدي خبرداری دی، چې په راتلونکي کې له دې شرمناکو او ناوړه کړنو څخه لاس واخلي.

د ملګرو ملتونو دغه ښکاره غبرګون په داسې حال کې د صهیونیسټانو په خلاف ترسره کېږي، چې دغه رژیم په غزه کې د جنایتونو د بندولو لپاره د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته هېڅ پام نه دی کړی.