د حزب ا...مبارزانو بیا د وحشي صهیونیسټي پوځي مرکز په توغندیووویشت
(last modified Sun, 23 Jun 2024 09:58:13 GMT )
Jun 23, 2024 14:28 Asia/Kabul
  • د حزب ا...مبارزانو بیا د وحشي صهیونیسټي پوځي مرکز په توغندیووویشت

د لبنان د مقاومتی مبارزانو  له حملو وروسته ، صهیونیسټي وحشي  رژیم چارواکي په دې ډیر اندیښمن دي چې ددغه رژيم وسپنیز دفاعي ډال  دلبنان په جبهې کې  د بشپړ سنبال  او هراړخیز جنګ د پیلیدا په بڼه کې  د حزب ا... حملو په وړاندې  دوام راوړل شي.

ایرنا خبری آژانس راپور و رکړ، د لبنان د حزب ا...ولسی غورځنګ په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،د فلسطین دمقاومت او د غزې د مظلوم ولس په ملاتړ کې او دغه راز په الخیاره سیمې کې د وحشي صهیونیسټي رژیم د ترور  عملیاتو ته په ځواب کې د فلسطین د نیواکي ټاټوبو په شمال  کې د لبنان د اسلامی مقاومت مجاهدینو په ډرونز سره د بیت هلل صهیونیسټي پوځي مرکز ټارګټ کړ او لوخړې ئې ترې پورته کړې.

په راپور کې ويل شوي دي چې په دغې حملې کې چې د صهیونیسټي پوځیانو د افسرانو  ددیره یوځاي  ؤ یوشمیر کسان په هلاک او ټپیان شوي دي.

په عین حال کې المیادین ټيلیویژني چینل د فلسطین په نیواکي ټاټوبو شمال کې  په عکا،حیفا او الکریوت سیمو کې د چاودنو او د صهیونیسټي رژیم د هوائي دفاعي  سسټمونو د  فعالیدا خبر ورکړی.

د لبنان د مقاومتی مبارزانو  له حملو وروسته، صهیونیسټي وحشي رژیم چارواکي په دې ډیر اندیښمن دي چې ددغه رژيم وسپنیز دفاعي ډال  دلبنان په جبهې کې د بشپړ سنبال او هراړخیز جنګ د پیلیدا په بڼه کې  د حزب ا...حملو په وړاندې  دوام راوړل شي.

ددغه راپور په اساس، دصهیونیسټي پوځیانو یوې خبرې سرچینې هاآرتص ورځپاڼې ته وئیلي دي چې  حزب ا...هره ورځ د نیواکي فلسطین د شمال  په لور ډرونز لیږي، حزب ا...داسې په دقیق ټارګټ لګیدونکي توغندي کاروي  چې د اسرائيلو ټولو دفاعي سسټمونو څخه تیریږي او په شیشت کې راوستل شوي ټارګټونه په لوخړو کې پټَوي. څو اونۍ مخکې د حزب ا.. ډرون د اسرائيلو یو سټراټژيک بالون هم په نښه کړی دی.