د یمن پوځ د اسرائیلو یوه بله کشتۍ هم ټارګټ کړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i149728-د_یمن_پوځ_د_اسرائیلو_یوه_بله_کشتۍ_هم_ټارګټ_کړه
د یمن د پوځ ویندوي بیګا په یوې اعلامیې کې ووئيل، په یولړ پوځي عملیاتو کې  ئې په عرب سمندر کې د اسرائیلو  MSC SARAH V   نومې تجارتي کشتۍ په مستقیم ډول په شیشت  کې په راوستو سره ټارګټ کړې ده.
(last modified 2024-06-25T22:25:15+00:00 )
Jun 26, 2024 02:53 Asia/Kabul
  • د یمن پوځ د اسرائیلو یوه بله کشتۍ هم ټارګټ کړه

د یمن د پوځ ویندوي بیګا په یوې اعلامیې کې ووئيل، په یولړ پوځي عملیاتو کې  ئې په عرب سمندر کې د اسرائیلو  MSC SARAH V   نومې تجارتي کشتۍ په مستقیم ډول په شیشت  کې په راوستو سره ټارګټ کړې ده.

ایرناخبری آژانس د المسیره ټیلیویژنی چینل له قوله راپور ورکړی ، جنرال یحیی سریع  وئیلي دي،  چې دغه عملیات  په یو لړ ازمیښټي بریالیو عملیاتو  ترسره کولو وروسته ئې  په نوی بالسټیک توغندي سره ترسره کړي دي.

هغه ټينګار وکړ ، چې د مونږ عملیات به  د غزې تړانګې په ضد د جنګ تر دریدا او د دغې تړانګې د کلابندۍ تر ختمیدا پورې دوام وکړي.

د  یمن د پوځ ویندوي  د دو شنبې په  شپه هم  د نیواکي فلسطین په لور  خوځيدونکو دوو کشتیو باندې   توغندوي حمله تائيد کړې ده. جنرال سریع  ووئیل،  په سرۀ سمندر کې ئې  د یمن  دپوځ  په ؛شهپاد ګایډيډ کشتیو سره  د Transworld Navigator»    دوهمه بار کشتۍ هم ټارګټ کړې ده  .  

 د جنرل سریع له خوا ددغې  اعلامیې په دوام کې  راغلي دي ، د یمن د پوځ  توغندوي یونټ  په هند سمندر کې  د  STOLT SEQUOIA»  په   نامې سره یوه بله کشتۍ هم په توغندي سره ټارګټ کړې ده.

  هغه زیاته کړې ده چې  هر دواړه کشتۍ ئې  په دې علت چې  له هغو شرکتون وسره اړونده وې چې  د نیواکي بندرونو په لور ئې د صهیونیستي رژیم د بایکاټ خلاف ورزي کړې ، په شیشت کې راوستي  دي.

د انګلستان د سمندری تجارت  دعملیاتو ایمرجنسي څانګې  هم دیکشنبې په شپه  په راپور کې وئيلي  چې د یمن له سواحلو سره نزدې یوې بلې کشتۍ هم د مرستو رسونې  غوښته کړې ده.  په دغه راپور کې وئیل شوي دي چې دغه کشتۍ د یمن   د ؛نشطون  سیمې په جنوب  ختیځ کې له  پيښې سره مخ شوې او د مرستې غوښټه ئې کړې ده.