د ایران د ولسمشرۍ انتخابات او د جنایتکارو صهیونیسټانو ناامیدي
پارس ټو ډې – د تیرو انتخاباتو په څير د ایران داسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ د انتخاباتود څوارلسم پړاؤ بریاۍ ترسره کیدا، د صهیونیسټي ټولنو او له هغوي سره د اړونده رسندویو د نهیلي کیدا سبب شوې ده.
د ایران د ولسمشرۍ دانتخاباتو په څوارلسم پړاؤ کې د ډاکټر مسعود پزشکیان په بریالیتوب پسې، دیری صهیونیسټي رسندویو دغې پيښې په باب غبرګون ښودلی او په ټول کې ئې له لویدیځي نړۍ سره د ایران د مناسباتو دښه کیدا د احتمال،د ایټمی نړیوالې موافقې داحیاء او دیوه مینځ لاري او اصلاح غواړي کاندید بریالیتوب په احتمال ټينګار کړی دی. د مثال په توګه هاآرتص صهیونیستي ورځپاڼې په دې باب لیکلي دي،پزشکیان هغه لومړنی اصلاح غواړی دی چې له ۲۰۰۵کاله وروسته قدرت ته رسیږي او تمه کیږي، ډاکټر پزشکیان د لویدیځ په وړاندې عمل پال بهرنی سیاست وړاندې کړي او جامعه نړیواله ایټمی موافقه احیاء کړي.
پارس ټوډې راپور ورکړی، واضحه ده چې صهیونیسټان او له دوي سره اړونده رسندوئي ټولنې چې تل ئې د ایران د منزوي کولو او د زیاتره دباؤ سیاست تعقیب کړی دی هیله مند وو چې په ایران کې ځینو اقتصادي مشکلاتو ته په پام سره خلک به دانتخاباتو هرکلی ونه کړي او له دې لارې به سیمه ایزو او نړیوالو سیاستونو بدلولو ته د ایران د حکومت د مجبورولو او د بهرنیو اړیکو د خرابولو او ددباؤنو د زیاتولو لپاره شرائط برابر شي.
ددغو موخو د پوره کیدا لپاره، صهیونیسټانو او له هغوي سره اړونده عناصرو حتی هڅه کړې ده چې د یوه کاندید د پلوي په نامې سره په ټولنیزو چینلونو کې د محتوا دتولیدولو په مرستې سره،نور کاندیدان ولمسوي، ډیری دوه قطبی کیدا او د اختلافاتو او درز لپاره،واټونو ته د کاندیدانو د پلویانو کاږلو او هم د ایران د همدغه دښمنانو د دسیسو برخه وه.
داپه داسې حال کې دي چې هم د انتخاباتو دبایکاټولو لپاره دایراني ضد بهیرهڅه ناکامه شوې او هم د ایران د منتخب ولسمشر دریځونو وښودله چې د ایران لوي او سټراټژيک سیاستونه به نه یوازې بدل نشی، بلکې په لازیات قدرت سره به دوام ومومي.
په همدې ارتباط، د ایران نوي ولسمشر د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي ته دخطاب په یوه لیک کې ولیکل؛ د ایران اسلامی جمهوریت تل د وحشی او ناروا صهیونیسټي رژیم په مقابل کې د سیمې د خلکو د مقاومت ملاتړی دی، له مقاومته ملاتړ د ایران د اسلامی جمهوری نظام په اصولي سیاستونو کې، د حضرت امام خمیني په آرمانونو کې او د اسلامی انقلاب د ستر لارښود په لارښونو کې ریښه لری او په قدرت سره به دوام وکړي.
څرګندنه ده د ایران د اسلامی جمهوریت بهرنی سیاست د هرډول سلطه پالنې او سلطه منلو دنفي کولو په اساس ، د هیواد دمځکنۍ بشپړتیا او هراړخیزې خپلواکۍ ساتل ، ددرستو مسلمانانو د حقوقو دفاع او د سلطه ګرو قدرتونو په وړاندې نه ژمنتیا او بې جنجاله او سوله غواړو حکومتونو سره دمتقابلو سوله ایزو اړیکو غوښتنو په اساس دی.
په عین حال کې ، د ایران اسلامی جمهوریت دبهرني سیاست په ډګر کې د ګاونډيتوب د سیاست په تعقیبولو سره او همداراز د مقاومتي چورلبیز د ملاتړ،د څواړخیز پالنې، د بریکس ډلې او شانګهائي ملګرتیا موسیسې په څير له نړیوالو اورګانونو او موسیسو سره دیوځاي کیداد سیاستونو په تعقیبولو سره په مناسب او اغیزشیندونکي ځائيګي کې دی او تمه لري، د د ایران د اسلامي جمهوریت د نهم ولسمشر له خوا هم په جدیّت سره تعقیبیږي.
په همدې دلیل ده چې صهیونیسټان او د هغوي لویدیځي ملاتړي په تیره بیا دامریکا حکومت د ایران د وروستیو انتخاباتو له نتیجو او د ډاکټر مسعود پزشکیان له شخصیّته له ناامیدۍ او نهیلیتوب سره مخ شوي دي ،ځکه ددغو انتخاباتو نتیجې د انتخاباتو دبایکاټولو او همداراز د له مقاومتي چورلیز څخه دملاتړ په شمول دایران ددریځو د بدلیدا په زمینې کې د دوي لپاره یوه بله ناکامي حسابیږي.